د لاس رسي وړ اتصالات

پروشینکو: ٧٠ سلنه روسي عسکر له اوکراین نه وتلي دي


اوکراین

اوکراین

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پروشینکو وایي دی به په راتلونکې اونۍ کې پارلمان ته یوه مسوده وړاندې کړي چې له مخه به یې د هیواد په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ته زیاته خودمختاري ورکړي، خو دا سیمه به د اوکراین برخه وي.

ښاغلي پروشنیکو دا اعلان نن چهارشنبې د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړ.

د اوکراین جمهور رئیس همدار رنگه ژمنه وکړه چې د دونئسک او لوهانسک په سیمو کې یاغیانو ته خاص موقف ورکړي، خو هغه د فدرالي سیستم د جوړولو یا بیلتون غوښتونکو ته د بشپړې خپلواکۍ د ورکولو خبره رده کړه.

ښاغلي پروشنیکو وویل" په دې پرتوکول کې د هغو سیمو په گډون چې په موقت ډول د یاغیانو تر کنترول لاندی دي، د دنباس په ټوله سیمه کې د اوکراین د واکمنۍ حق خوندي ساتل شوی. دا سیمې به هم د اوکراین په قانوني قلمرو کی داخل شي. زه ستاسو پاملرنه دې حقیقت ته اړوم چې په دې خاوره کې به هیځ فدارالي سیستم نه وي."

تیره اونۍ د اوکراین حکومت او یاغیان په یوه اوربند موافقه وکړه، که څه هم په ځینې ځایونو کې سرغړونې شوي خو په اکثره سیمو کې اوربند مراعات شوی دی.

ښاغلي پروشنیکو وویل "دا اوربند د ډیرو ستونز سره سره مراعات شویدی. د اوربند پر مهال، ترهگرو په دوامداره توگه هڅه کوله چې د اوکراین عسکر وپاروي."

د اوکراین جمهور رئیس دا هم زیاته کړه چې روسیي د خپل عسکرو غټ شمېر چې د هغه په وینا د اوکراین په ختیځ کې فعالیت کاوه بیرته د روسیې خاورې ته ورستانه کړيدي.

د هغه په وینا دا کار د سولې د بهیر په اړه هیلې زیاتوي " د روسیې د ځواکونو اویا سلنه له سرحد نه بیرته اووښتي دي. دا مونږ ته بله ټینگه هیله راکوي چې د سوله یېزو نوښتونو راتلونکی به ښه وي. "

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ وویل چې دی د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د یوې سوله ییزې لارې موندلو ته ژمن دی.

خو د بښنې د نړیوالې سازمان عمومي منشي شلیل شیتي وایي "هغه شواهد چې مونږ راټول کړي دي، ښیي چې روسیه په مستقیم او فعال ډول په دې جگړه کې لاس لري او د جگړې یو اړخ دی."

ناتو او اوکراین هم په روسیې باندې تور لگوي چې په مستقیم ډول د بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG