د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: د اوکراین ولسمشر د پوتین د سولې پلان رد کړ


په اوکراین کې سولې لاریون
په اوکراین کې سولې لاریون

د اوکراین روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې هغوي د دونیسک هوایي ډگر د څو ورځو شدیدو جگړو وروسته نیولی دی.

خو د اوکراین حکومتي چارواکو د روسي مطبوعاتو رپوټونه رد کړي چې وايي د هیواد په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو تیره شپه د دونیسک هوايي ډګر په بشپړ ډول نیولی دی.

همدارنگه د یکشنبې په ورځ د اوکراین د پوځ ویاند اندرې لسینکو په کیف کې خبریالانو ته وویل چې د دې ستراتیژیک ځای کنټرول د حکومتي ځواکونو په لاس کې دی.

بل خوا روسي رسنۍ خبر ورکوي چې ولسمشر پوتین د اوکراین ولسمشر ته د سولې لیږل شوی پلان رد کړی. دې پلان د اوکراین له پوځیانو او بیلتون غوښتونکو څخه غوښتل چې سمدستي دې خپله درانه وسلې هغې کرښې ته یوسي چې د سپتمبر میاشت د اوربند په موافقې کې لیکل شوي و.

د اوکراین د پوځ ویاند وویل چې په پراخو عملیاتو کې یې بری ترلاسه کړی "مونږ د هوایي ډگر او د شاوخوا سیمو په مکمل ډول تصفیه کولو کې کامیاب شوو، چې د اوکراین د پوځونو سیمه ده او د پوځي کرښو له خوا جلا شوي دي. دا د منسک د موافقنامې نه سرغړونه نده ځکه چې اوکرایني سرتیري پخپلو ځایونو کې پراته دي او اوربند مراعاتوي او یوازې ځوابي ډزې کوي"

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کې مون ویلي هغه ته په اوکراین کې د جگړو د زیاتوالي په هکله خبرداری ورکړی شوی. ښاغلي بان له دواړو غاړو نه وغوښتل چې اوربند مراعات کړي. د ملگرو ملتونو امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د اوکراین پر کړکیچ خبرې وکړي. دا به د اوکراین پر مسلې باندې د امنیت شورا اوه ویشتمه غونډه وي.

د سولې لاریون

د اوکراین ولسمشر چې د یکشنبې په ورځ په کیف کې زرگونو لاریون کوونکو ته وینا کوله په دې هکله یې هیځ تبصره ونکړله. لاریون کوونکي د هغو ١٣ تنو د درناوي لپاره راټول شوي وو چې تیره اونې یې دونیسک ته نږدي د 'ولنووخه' ښارگوټي کې په بس باندې د یوه توغندي د ډز له امله وژل شوي وو.

په دې لاریون کې ښاغلي پروشنیکو هغه اوکرایني سرتیري اتلان وبلل او درناوی یې وکړ چې د دونسک د ښار هوایي ډگر پاتې برخه تر کنترول لاندې لري.

د اوکراین ولسمشر وویل"په داسې یوه شپه چې زمونږ اتلان د دونیسک په هوایي ډگر کې خپله زړورتیا، وطنپالنه او اتلولي ښکاروي، هغوي مونږ ته یوه بیلگه ده چې څنگه له خپل هیواد نه دفاع وکړو."

ښاغلی پروشینکو چې د جگپوړو دولتي چارواکو له خوا بدرگه کیدو د لاریون کوونکو ته وویل چې د خپلې خاروې یو انچ به هم چا ته ورنکړي.

د دې لاریون اکثره لاریون کوونکو داسې شعارونه له ځانه سره وړل چې پکې لیکلي و 'زه ولنووخه یم'.

په دې وروستیو اونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني ځواکونو او د روسیي پلوه بیلتونوغوښتونکی ترمنځ جگړه شدیده شوې چې د سپتمبر په میاشت کې لاسلیک شوی او د اوربند مراعاتول یې ستونزمن کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په اوکراین کې له پسرلي راهیسې په روانه جګړه کې تر اوسه ۴٨٠٠ کسان وژل شوي دی.

XS
SM
MD
LG