د لاس رسي وړ اتصالات

اوکرایني یاغیانو له ختیځ نه د وسلو ایستل پیل کړ


د منسک د اوربند په اساس د درنو وسلو ایستل
د منسک د اوربند په اساس د درنو وسلو ایستل

د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مخکښ قومندان ادوارد بسرین وویل چې د وسلو ایستلو بهیر د سې شنبې په ورځ د سیمې په وخت د سهار په ٩ بجو پیل شوه، خو دا اقدام چا تراوسه پورې په خپلواکه توه نده تائید کړې.

د اوکراین پوځي چارواکو تر اوسه پورې په دې هکله غبرگون ندی ښودلی، خو ټینگار یې کړی چې هغوی به تر هغه له لومړۍ کرښې نه وسلې و نه باسي چې جگړه دوام لري.

په اورپا کې د امنیت او همکاریو د سازمان چې د اوربند څارنه کوي، وایي هغه اوربند چې باید د فبروري په پنځلسم باندې پیل شوی وای هغه په دې کې پاتې راغلی دی چی په مهمو ستراتیژیکو سیمو کې مراعات شي

د دغه سازمان چارواکي د دوشنبې په ورځ ستراتیژیک بندري ښار، مریوپول او دیبالستیف په شاوخوا کې له اوربند نه په دوامداره توگه د سرغړونو راپور ورکړ. خو د اوکراین د پوځ ویاند اناتولي ستلیخ وایي چې په سیمه کې پوځي شدید عملیات په پراخه توگه کم شوي دي.

ښاغلي ستلیخ زیاته کړه، "د شپې په اوږدو کې دوه بریدونه شوي، یاغیانو پر کرسنوگریفکا ډزې کولې. او پرون سهار په کامیانکا کې په ټوپونو ډزې وشوې."

د اوکراین په سر د بهرنیو چارو وزیرانو بحث

د اوکراین، روسیې، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو نن سې شنبې د فرانسې په پلازمنیه پاریس کې راغونډ شول چې د اوکراین ختیځ کې د اوربند په هکله خبرې وکړي. دغه اوربند جگړه کمه کړې ده، خو د کیف او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ د جگړې په ختمولو کې پاتې راغلی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فیبیوس د اوکراین، روسیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران ته په پاریس کې هرکلی وویل.

د څلورو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې نه څو ساعته مخکې د روسیې دولتي شرکت 'گزپروم' خبرداری وکړ چې کیدای شي په څور ورځو کې اوکراین باندې گاز قطع کړي.

دا شرکت اروپا ته هم د گازو په لیږد کې خبرداری ورکړی دی. د گزپروم شرکت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې اوکراین د گازو پیسې مخکې له مخکې ندي ورکړي چې اورپا ته یې د گازو انتقال د جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.

اورپا خپله دریمه برخه گاز له روسیې نه ترلاسه کوي چې نیمایي د اوکراین له لارې انتقالیږي.

گزپروم په جون میاشت کې د شپږو میاشتو لپاره په اوکراین باندې د گازو انتقال د پیسو د نه ورکولو په دلیل، بند کړ. تیره اونۍ گزپروم بیرته په مستقمه توگه د اوکراین ختیځو ځینو سمیو ته چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر ولگې لاندې د گازو انتقال پیل کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د رویترز سره په مرکې کې وویل د گاونډي هیواد اوکراین سره د جگړې احتمال نشته او نه هم د د فرانسې جرمني، او اوکراین سره د اوکراین په ختځ کې د جگړې د حل لپاره د خبرو اترو اړتیا شته.

"د منسک موافقتنامه یوازې یو سند ندی، بلکې د فرانسې، اوکراین، روسې او جرمني یوه پروسه ده. زه ډیر هیله لرم چې دا پروسه بشپړه شي. که چېرې بشپړه شي نو د هیواد په دغو سیمو کې به د وضعیت د عادي کیدو په لور یو سم گام دی."

د سولې ساتې ماموریت غوښتنه

کیف روسیه او خپلو نورو بیلونکي گاونډیانو باندې تور لگوي چې د هغه اوربند نه سترگې پټوي چې په منسک ښار کې د اوکراین، روسیې، جرمني او فرانسې په منځگړتوپ ورباندې موافقه وشوه.

په نیویارک کې د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ١٥ غړو نه وغوښتل چې د اوکراین ختیځ ته سولې ساتي سرتیري ولیږي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین روسي پلوه یاغیانو باندې د هیواد په ختیځ کې په نورو سیمو کې د بریدونو تور ولگوو.

بل خوا بشري مرستې د دوشنبې په ورځ د اوکراین ختیځ ښار دیبالتسیف ته ورسیدې چې تیره اونې د اوږدې او خونړۍ کلابندۍ نه وروسته د یاغي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د دیبالتسیف د ښار اوسیدونکي وايي د جگړې په مهال یې هر ډول خواړه چې په کور کې مخې ته ورتلل خوړل به یې، ان دا چې د سپیو بسکیټ او د خنزیرو لپاره ډوډۍ خوړلو ته هم اړ شوي دي.

د سره صلیب په وینا کابو ٥ زره خلک چې په دې ښار کې بند پاتې دي خوړو، درملو او نورو اساسي شیانو ته شدیده اړتیا لري

XS
SM
MD
LG