د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مهاجر: ننگرهار نه تر فرانسې راورسيدم ،اوس مې شړي


د فرانسې د جنگل په نامه کمپ کې افغان مهاجر عمرا ن عبدالرحيمزې وایي، اوه زره ډالر يی قاچاقبر ته ورکړي تر څو د فرانسې له لارې انگلسان کې خپلې کورنۍ سره يوځاې شي هغه وايی له فغانسان نه پاکستان ، ايران ورپسې ترکيه ، بلغاريه ،سربيا ،هنگري، استريا ، ايټاليا او بيا فرانسې ته رسيدلی.

عبدالرحيمزي زياته کړه پنځه مياشتې يی د فرانسې کالې يا جنگل کمپ کې پدې تمه شپې سبا کړې چې گنې له دی ځايه به انگلستان ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ نورو غړو سره به يوځای شي خو اوس چې کمپ ړنگيږي دی د نامعلوم برخليک سره مخ دی.

همدارنگه خوراک، څښاک اونوری اسانتياوی ورته په سختۍ رسيږي په سړه هواکې د يخو خيمولاندې شپې سبا کوي.

د فرانسې د جنگل کمپ افغان مهاجر وايي اوس چې کمپ ړنگيږي ، دې نه پوهيږي چې له دی ځايه يی د فرانسې حکومت چيرې بيايی.

نوموی له افغانانو غواړي چې اروپا راتلو ته دی زړه نه ښه کوی.

د فرانسې د جنگل کمپ افغان مهاجر عمران عبدالرحیمزی سره نوشابې اشنا مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00

XS
SM
MD
LG