د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو وروسته په اوکراین کې د جگړو خبر


Ukraine 2

Ukraine 2

د دونیسک د ښاروال دفتر ویلي "د چاودنو او درنو وسلو ډزې اوریدل شوي دي."

د سپتمبر د اوربند برسیره د هیواد په ختیځ کې د دونیسک ښار کې د کیف او د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ خړپړتیا لوړې کچې ته رسیدلې ده. څه دپاسه درې میلیونه خلک ونتوانیدل چې د یکشنبې د ورځې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي.

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پروشینکو وایي د رایو له مرکزونه څخه مالومیږي چې د هغه دموکراتیک اصلاحات، او د اروپایي اتحادې سره نږدې اړیکې ډیر خلک ځانته جلب کړي دي

اروپا پلوه اکثریت
د اوکراین یو په درې برخې رایې شمیرل شوي دي او له دې سره نن دوشنبې د هیواد په پارلماني ټاکنو کې د اورپایي اتحادیې په پلوي دوه گوندونه مخکښ دي.

یو شمیر ارقام ښیي چې د مشهورې جبهې په نوم د صدراعظم ارسیني یاتسنیوک گوند ٢١،٦ سلنه رایې او د جمهور رئیس پیترو پروشینکو گوند ٢١،٥ سلنه رایې گټلي دي.

د اوکراین د لویدیځ برخې د' خپلې مرستې' په نوم گوند د ١٣ سلنې رایو سره دریم مقام کې دی. خو د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو مشران، چې د اپریل په میاشت کې د کیف د حکومت په وړاندې ېې پاځون اعلان کړ، ویلي چې دوي به خپلې ټاکنې د نوامبر په دویمې نیټې باندې ترسره کړي.

ښاغلي پروشنیکو وویل د یکشنبې له ټاکنو وروسته هغه غواړي چې منتخب لویدیځ پلوه گوندونه دې ژر تر ژره یوه اصلاح طلبه ټلواله جوړه کړي.

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پروشینکو

د اوکراین جمهور رئیس پیترو پروشینکو

د اوکراین جمهور رئیس زیاته کړه "د ټاکنو پایلې، ټولو اروپايي پلوه اود اوکرایني ځواکونو په پلوي دېموکراتیکو گوندونو ته بریا ور په برخه کوي. دا مونږ ته د ودې او پرمختگ فرصت راکوي چې اصلاحات راولو او د ٢٠٢٠ د ستراتیژي پروگرام وړاندې کړو او هلته د اداري فساد او قانون د حاکمیت لپاره گامونه اوچت کړو."

غبرگونونه

د درې برخې رایو د شمیرنې سره د اوکراین اوسیدونکي د دوشنبې په ورځ د لومړني پایلو په وړاندې بیلابیل غبرگونونه درلودل. د کیف اوسیدونکې الا پچکی د دې پارلمان په اړه خوشبینه وه چې د هیواد لپاره به ېې گټور ثابت شي.

د ودام په نوم د کیف بل اوسیدونکی بیا وایي په اوکراین کې د اپوزیسیون د رامنځ ته کیدو په هکله خوشاله ندی.

خو د دونیسک اوسیدونکې انجیلا میشلکو بیا وایي تر څو چې په دونیسک کې امنیتي اوضاع ښه نشي هغه د دې ټاکنو پروا نلري.

په نړیوالو غبرگونونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل هغه هیله لري چې اوکراین به یو موثره حکومت جوړ کړي چې په هیواد کې د کړکیچ د کمولو په لارې کې او د مسکو سره د اړیکو په سر د کار وکړي.

په ورته وخت کې د اوکراین څخه جلا شوې او روسیې سره تړلې د کریمیا اوسیدونکي د روسي پاسپورت د اخیستو لپاره په قطار کې ولاړ دي خو دوي به لویدیځو هیوادو ته تللي نشي ځکه چې د دوې پاسپورت په اروپا کې په رسمیت نه پیژندل کیږي.

XS
SM
MD
LG