د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې، اوکراین، ګرجستان او مالدووا تاریخي تړونونه


د اروپايي ټولنې مشر هیرمن وان رومپوی په ټېنګار سره وویل چې په دغو تړونونو کې داسې څه نشته چې، روسيه زیانمنه کړي.
د اروپايي ټولنې مشر هیرمن وان رومپوی په ټېنګار سره وویل چې په دغو تړونونو کې داسې څه نشته چې، روسيه زیانمنه کړي.

د اوکراین، ګرجستان او مالدووا مشرانو د جمعې په ورځ په برکسل کې له اروپايي ټولنې سره د اقتصادي ملګرتیا تاریخي تړونونه لاسلیک کړل .

د تړون له مخې،د اروپايي ټولنې له معیارونو سره برابر، د دغو دریو هېوادونو سوداکریز توکي او مالونه له کمرکي محصولاتو او محدودیتونو پرته، د اروپايي ټولنې ۲۸ هېوادونو ته صادرېدی شي .

همدغه راز اروپايي توکي او مالونه به په ارزانه او اسانه توګه په اوکراین، ګرجستان او مالدووا کې، پر سوداګرو او نورو پېرودنکو پلورل کېدی شي.

په اوکراین کې په تېر ژمي کې له هغې وروسته خونړي لاریونونه وشول، چې ولسمشر ویکتور یانکویچ د مسکو تر فشار لاندې، له اروپايي ټولنې سره تړون لاسلیک نه کړ.

همدغو مظاهرو ولسمشر یانکویچ له واکه لېرې کړ، خو د روسي او روسيي پلوو اورپکو غوصه یې هم راوپاروله چې،په پایله کې یې روسيي د کریمیا ټاپو ونیوه.

د اروپايي ټولنې مشر هیرمن وان رومپوی په ټېنګار سره وویل « په دغو تړونونو کې داسې څه نشته چې، روسيه زیانمنه کړي.»

خو روسيي سمدلاسه ویلي چې په دې تړاو به خپل غبرګون ښيي.

روسيي لا له وړاندې د سیاسي او اقتصادي خوځښتونو په ځواب کې چې یې نه خوښوي، د خپلو ګاونډیانو ضد د سوداګریزې راکړې ورکړې یو لړ بندیزونه لګولي دي.

په پام کې ده چې د جمعې په ورځ د جون په ۲۷ ناوخته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران په دې باندې غور وکړي چې د اوګراین په اړه د روسيي د اقداماتو پر ضد، پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه زیات کړي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG