د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین له بیلتون غوښتونکو سره بندیان تبادله کړل


د اوکراین جمهور رئیس پیترو پوروشینکو، گڼ شمېر ازاد شویو اوکرایني بندیانو ته چې د شنبې په ورځ راخلاص شول، په داسی حال کې ښه راغلاست ووېل چی، د روسیې پلوه بېلتون غوښتونکیو سره د بندیانو تبادله تکمېلېدو ته نږدې شوې ده.

ښاغلي پوروشینکو، وویل چې هغه د بندیانو په بېرته راتگ ډېر خوشحاله شو.

د اوکراین جمهور رئیس ژمنه کړې وه چې دا بندیان به نوي میلادي کال له خپلو کورنیو او ملگریو سره تېروي.

منوف گینادي چې یو پخوانی بندي دی وايی، دا د خوشحالۍ ځای دی چې جمهور رئیس له موږ سره ولیدل. زه د هغو هڅو څخه چې په ترڅ کې یې موږ ازاد شوو منندوی یم او هیله لرم زموږ نور ملگري چې اوس هم په بند کې دي ژر ازاد شي."

دوی یوه ورځ وروسته له هغه ازادیږي چې اوکراین او روسیې پلوه بېلتون غوښتونکیو د یو او بل سلگونه بندیان خوشې کړل. دا کار په ختیځ اوکراین کې د اته میاشتني روسیې پلوه بغاوت د ختمولو د هڅو یوه برخه ده.

اوکراین بېلتون غوښتونکیو ته څه د پاسه ٢٢٢ بندیان بېرته ورکړل او بېلتون غوښتونکیو بیا د اوکراین ١۴٦ پوځي او حکومتي کسان خوشې کړل. دا په اپرېل کې د بېلتون غوښتونکیو له پاڅون نه وروسته د بندیانو ترټولو ستره تبادله ده.

انه د مریپول ښار اوسېدونکی" د اوکراین پوځیانو زه د تلاشیو په یوه پوسته کې ونیولم. زه راغلی وم چې د خپل ورور وگورم خو هغوی ونیولم. زه یې د ښار هوایي ډگر ته بوتلم او شکنجه شوم او بیا بندي خانې ته ولیږل شوم. په هرصورت، نن زما د بند یوه میاشت پوره شوه."

د بندیانو دا تبادله یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کیږي چې په سپینه روسیه کې د سولې خبرې پرته له دې چې دلیل یې پډاگه شي وځنډول شوې. او تراوسه پورې د راتلونکیو خبرو لپاره تاریخ ندې ټاکل شوی.

میاخیل گربچوف، د شوروي اتحاد پخوانی جمهور رئیس د روسیې او متحده ایالتونو له جمهور رئیسانو څخه غواړي چې په اوکراین کې د وضعیت د حل په هڅو کې په مستقیمه توگه برخه واخلي.

د شوروي اتحاد پخوانی جمهور رئیس میخایل گربچوف وايي" که هرڅوک پوتین، او اوباما، ته زما پرانېستی خط ولولي، ما له هغوی څخه غوښتنه کړې چې سره وگوري. ددومره وخت لپاره چې ورته ضرورت وی. که هغه ساعتونه وي یا ورځی او یا دوې ورځې. هغوی باېد په جدي توگه سره کېني جی یوې موافقې ته سره ورسیږي؛ او دېته اجازه ورنکړي چی داخطرناک حالت نور هم پرمخ ولاړشي."

په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې کیدایشی د اوکراین او روسیې پر اړیکو اغېزه وکړي، د کیف حکومت اعلان وکړ چې کریمیا ته د رېل گاډو او بسونو پر هرډول تگ را تگ بندیز لگوي.

د لویدیځو حکومتونو او ملگرو ملتونو د پراخ مخالفت سربېره، کریما د روان کال په لمړیو کې د روسیې لخوا ونیول شوه.

د امریکا غږ خبریال سید عزیز الرحمن دغه رېپوټ برابر کړی او ژباړلی و

XS
SM
MD
LG