د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:د اوکراین داوربند پلان دمینسک د موافقې سره مطابقت لری


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ختیځ اوکراین کې د جگړو د ختمولو په اړه د فرانسې – جرمني پلان د سیپټمبر د ناکامه اوربند په اساس ترتیب شويدی، مگر زیاتره جزئیات یې د وخت مطابق دي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي پرون د شنبې په ورځ په مونیخ کې په یوه نړۍ وال امنیتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې « هغه څه چې توپیر لري هغه دادي چې په دې اړه چې اوربند به څنگه تطبیقیږي یو څه زیات جزئیات په کې ځای شوي دي، خو تر زیاتي اندازې هغه د مینسک د اوربند د موافقې سره مطابقت لري.»

د فرانسې جمهوررئیس فرانسوا اولاند دغه پیشنهاد په یوکراین کې د جگړو د ختمولو « وروستی چانس» وباله.

د جرمني صدراعظمي انگیلا مرکل په مونیخ کې وویل چې دا معلومه نه ده چې دا پلان دي کامیاب شي. هغې دغه راز اوکراین ته د لویدیځو ملکونو له خوا د وسلو د ورکولو د مفکورې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې ډیري وسلې دا لانجه نه شي حلولای.

د ښاغلي پوټن ویاند ډیمټری پیسکوف وویل چې د روسیی جمهور رئیس ولایمیر پوتین د جرمنی صدراعظمه انگیلا مرکل، د فرانسې جمهور رئیس فغانسوا اولاند او د اوکراین جمهور رئیس پیترو پوروشینکو به نن د یکشنبې په ورځ په څلور اړخیزو تیلفونی خبرو کې برخه واخلي.

د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن چې هم په مونیخ کې و، وویل چې د روسیې جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین تل دا هوډ کړی دی چې د سولي د پاره به کار کوي، مگر هغه دغه بحران ته « ټانکونه، عسکر، او وسلې» استولي دي. هغه وویل چې د روسیې په اړه باید د هغې د اعمالو قضاوت وشي نه د خبرو.

XS
SM
MD
LG