د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان مامورانو لوبډلو د سرو زرو درې میډالونه وگټل


ښي اړخ ته کمالشاه دی چې په نېوېارک کې ېې د ملگرو ملتونو دمامورانو په لوبډله کې دکرکټ لوبه وکړله او د سروزرو میډال ېې وگاټه.
ښي اړخ ته کمالشاه دی چې په نېوېارک کې ېې د ملگرو ملتونو دمامورانو په لوبډله کې دکرکټ لوبه وکړله او د سروزرو میډال ېې وگاټه.
ملگرو ملتونو داپریل په مېاشت کې، له افغانستان څخه خپل شپېته تنه ماموران نېوېارک ته ددې لپاره راوستلي وو چی دملگرو ملتونو دنورو هېوادونو له مامورانو سره په ېو لړ سپورتی لوبو کې برخه واخلي.
لوبو او دمېډالونو مراسمو د اپریل مېاشتی له 23- نه تر 27 پورې دوام وکړ. دغو کسانو دملگرو ملتونو دمامورانو له نورو لوبډلو سره په گڼو سپورتی لوبو کې برخه واخیستله. خو درې لوبډلو د سروزرو مېډالونه وگټل.

د افغانستان دملگرو ملتونو مامورانو په نېوېارک کې دملگرو ملتونو دنورو هېوادونو له مامورانو سره پر نورو لوبو سر بیره، دکرکټ، والیبال او سطرنج په لوبو کې برخه واخېستله او د افغانستان دمامورانو ټېمونو اوله درجه مقامونه حاصل کړل او دسرو زرو درې مېډالونه ېې وگټل.

کمالشاه په کندهار کې دملگرو ملتونو د ارتباط او عامه اړېکو مامور دی. او د کرکټ په لوبډله کې ېې لوبه وکړله.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیمه لیکه

دامریکا غږ آشناراډېو همکار نسیم ستانیزي، دملگرو ملتونو د عامه اړېکو مامور ښاغلي کمالشاه سره ددی لوبو په برخه کې مرکه کړېده. مرکه دلته اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG