د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ۴٥٠٠٠ وسله وال یاغیان موجود دي


د ملگرو ملتونو کارپوهان وايي د القاعده شبکې طرفداره جګړه ماران په افغانستان کې د طالبانو په روانو فعالیتونو کې مهم او فعال رول لري. د اې پي خبري اژانس د راپور له مخی د دغو کارپوهانو ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلی وسله وال بیا کمزوري شويدي.

دا راپور د جمعې په ورځ د امنیت شورا ته وسپارل شو او په کې ویل شوي چې افغان حکومت او ځیني نور هیوادونه دا اټکل کوي چې په افغانستان کې به ښایي د ۴۵۰۰۰ په شاوخوا کې وسله وال مخالفین موجود وي چې ۲۰ یا ۲۵ په سلو کې یې بهرنیان دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې ویل شوي چې " بد خلک" د یو بل سره په کافي اندازه مرستې کوي او مهمې تروریستي ستونزې یې پیدا کړیدي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د القاعده د شبکې د طرفداره جګړه مارانو او طالبانو اړیکې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په وخت کې قوي شولې او د اوسني مشر هبت الله اخونزاده تر مشرۍ لاندې هم د دواړو ډلو اړیکې ښې دي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د همدې کال د مې په میاشت کې د امریکا د خاصو عملیاتو ځواکونو د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په بې پیلوټه الوتکې وویشت او ویې واژه.

XS
SM
MD
LG