د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي


ملګري ملتونه: افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي
ملګري ملتونه: افغانستان کې ملکي تلفات زیات شوي

ملګري ملتونه وايي چې سږ کال په افغانستان کې د روانو جګړو په نتیجه کې تر اوسه پورې د ملکي وګړو په تلفاتو کې د پروسږ کال په نسبت، ١٥ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر نن وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې ١۴٠٠ نه زیات ملکي وګړي وژل شوي دي چې وجه یې د جګړو شدت، د سړک پر غاړه د بمونو چاودنې، د ناټو هوايي حملې او انتحاري بریدونه ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو دا راپور وايي چې د ملکي کسانو د اتیا فیصدو وژنو مسوولیت د وسله والو مخالفانو پر غاړه دی او تقریبا ١۴ فیصده مسوولیت یې د خارجي ځواکونو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو پرغاړه دي.

ملګري ملتونه وايي چې سږ کال د ناټو په هوايي بمباریو کې د ملکي وګړو په وژنو کې زیاتوالی ولیدل شو مګر د امریکا تر مشرئ لاندې د ایتلافي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي خلکو د مرګونو اندازه راکمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG