په هغه نوی رپوټ کې چی د ملگرو ملتونو عمومی منشي د افغانستان د حالاتو په اړه د امنیت شورا ته وړاندی کړی ویل شوي چی د جون له میاشتی تر اګست پورې په افغانستان کې د جګړو د ملکي شمیره ۹۷۱ تنو ته رسي او د ټپیانو شمیر یو زرو څلور سوه یولس ښودل شوی دی چې د دوه زره لسم په پرتلې پکې پنځه فیصده زیاتوالی لیدل کیږي.
د ملکی تلفاتو د شمیر په زیاتیدو د ولسي وګړو د خوندي ساتنې په هکله هم اندیښنې زیاتې شوي.
یوناما وایي، یوازې د سږ کال په شپږو لومړیو میاشتو کې یو زرو څلور سوه دو شپیته تنه وژل شوي چې د تیر کال څخه پنځلس فیصده زیاتوالی په ډاګه کوي.
ددی مرګ ژوبلو اتیا فیصده پړه د حکومت پر مخالفو ډلو اچول کیږي، بهرني او حکومتي ځواکونه د څوارلسو فیصدو په مرګ ژوبله کی ګرم بلل شوي دي.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې د جګړو او ناامنیو له کبله په افغانستان څه باندی یو سلو دیرش زره خلک له خپلو کورنو بی ځایه شوی دی.