د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو افغانستان کې د قراردادیانو اصلاح وغوښته


ملگرو ملتونو افغانستان کې د قراردادیانو اصلاح وغوښته

ملگرو ملتونو افغانستان کې د قراردادیانو اصلاح وغوښته

ملگرو ملتونو په افغانستان کی په شخصی امنیتی قراردادیانو باندی د نورو مقراراتو د وضع کولو غوښتنه وکړه.

د ملگرو ملتونو یو هیُت وایی چې د شخصي امنیتي کمپنیو خپل منځي اداره مؤثره نه ده، او د امریکا نه یی وغوښتل چی د دغو قراردادیانو جدی نظارت وکړی.

د دی هیُیت مشر الکزاندر نیکیتین وویل چی په دی لسو کالو کی د مؤثره مقراراتو د مینځ ته راوړلو هڅی ناکامه وی.

دغه هییُت وویل چی د اوسنیو مقرارتو له مخی دغه کمپنۍ کولای شی هغه کسان لا استخدام کړی چی بشری حقوق یی تر پښو لاندی کړی وی.

بل پلو ناتو وایی چی د افغانستان په جنوب کی د هغوی دوه عسکر په جلا جلا پیښو کی وژل شوی دی.

ناتو د دغو عسکرو د هویت په اړه څه نه دی ویلی یوازی دومره یی ویلی چی یو د یاغیانو په حمله کی او بل یی د سړک د غاړی دبم په چاودنه کی وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG