د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي چې پاکستان په دغه هیواد کې د یوه میلیون څخه زیاتو افغان مهاجرو د اوسیدو موده تمدیده کړې ده. ددغو مهاجرو د اوسیدو مهلت د جون پر ۳۰ مه نېټه پوره کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان موافقه کړې ده چې په داسي حال کې چې دغه هیواد د مهاجرو په برخه کې پر یوې نوې پالیسۍ باندي کار کوي، په پاکستان کې به د افغان مهاجرو د اوسیدو وخت تمدید کړي.

افغان کډوال د درو لسیزو راهیسي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل وروسته په پاکستان کې مهاجر دي. اوس مهال ۱،۶ میلیون افغانان په دغه هېواد کې مهاجرت کوي او زیات شمیر پاکستانیان د اوږدې مودې راهیسي د افغانانو د اوسیدو نه په تنګ شوي دي او غواړي چې افغانان دي نور خپل هیواد ته ستانه شي.


پاکستان ویلي دي چې افغان مهاجر به په زوره ونه باسي خو دا یې ویلي دي چې د دوي د مهاجرت د کارټونو فسخ کول به دوي دې ته تشویق کړي چې افغانستان ته ستانه شي.

د مهاجرت کارټونه د افغان کډوالو سره د حکومتي کارټونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي او دوي حکومتي کارټونو ته د ورځنیزو فعالیتونو لپاره، لکه بانکي مسایل او په ښوونځيو کې د لیکو لوست دپاره اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG