د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: افغانستان اوس هم ډیرې مرستې ته اړ دی


ملگري ملتونه: افغانستان اوس هم ډیرې مرستې ته اړ دی
ملگري ملتونه: افغانستان اوس هم ډیرې مرستې ته اړ دی

ملګری ملتونه به افغانستان کی د بشری مرستو لپاره په ۲۰۱۱ کال کی ۶۷۸ ملیون دالرو ته اړتیا ښودلې ده ددی اداری چارواکی وایی په ځینو برخو کی د شویو مرستو او پرمختګونو سره سره دا هیواد لا هم بشری مرستو ته اړ دي.

د دوی په وینا زیاتره دا مرستی به د خوراک په برخه کی وی ځکه افغانان لا هم د خوراک له کمی سره مخامخ دی.

په ۲۰۱۱ کال کی به نوری بشری مرستی د پاکو اوبو ،روغتیا ، ښونی او روزنی آو کرنی په برخه کی لګول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو همغژیکونکی او د بشری چارو د سر منشی مرستیاله کاترین براګ وایی افغانان د شویو پرمختګونو سره سره بیا هم د جګړی او طبیعی ناورینونو له وجی بشری مرستو ته اړ دي.

ددې په وینا ۴/۷ افغانان د خوړو د کمښت سره مخامخ دی او په هرو ۵ ماشومانو کی یو تن د ۵ کلنی دمخه مري.

میرمن براګ وایی افغانان د پآکو اوبو او خوړو په برخه کی مرستو ته اړ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکی وایی افغانان جګړو او نورو خدماتو د نه شتون نه په تنګ شوی او ملګری ملتونه غواړی په ۲۰۱۱ کی د تولو هغو کسانو جه د جګړو او طبیعی ناورینونو نه متاره شوی دی ژوند خوندی کړی

په دی کال کی به ۱۳۴ پروژی په افغانستان کی پلی شی جه د ۵۱مرستندویه دفترونو له خوا یی وړاندیز شوی دی

میرمن براګ وایی موژ هیله لرو چه افغانستان لپاره د بشری رستو اجندا د بی طرفی د اصولو پر بنست د سره دکتل شی او دیړ خلک دی مرستو ته لاس رسی پیدا کړی.

د براګ په وینا ۲۰۱۱ کال د افغانان لپاره دیړ مهم کال دی او دلته د مرستو لپاره هیڅ شک او تردید ځآی نشته ملګری ملتونه باید بشری مرستو ته مالی منابع پیدا کړی او اړو کسانو ته مرستی ورسوي.

XS
SM
MD
LG