د لاس رسي وړ اتصالات

م.م: افغانستان کې مرګانۍ پیښې ۴۰ فیصده زیاتې شوي


م.م: افغانستان کې مرګانۍ پیښې ۴۰ فیصده زیاتې شوي
م.م: افغانستان کې مرګانۍ پیښې ۴۰ فیصده زیاتې شوي

ملګري ملتونه وایي چي په افغانستان کي مرګانۍ پېښي او حملې سږ کال په چټکۍ سره زیاتي شوي دي.

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کي چي پرون د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، ویلي دي چي د روان کال په اتو میاشتو کي په اوسط ډول ٢١٠٨ داسي پېښي شوي دي چي د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۴٠ فیصده زیاتوب ښئي.

په رپوټ کي دا هم ویل شوي دي چي یاغیان ډیر پیچلي ځان مرګه حملې کوي او سږکال یې په هره میاشت کي دغه ډول درې حملې کړي دي چي د ٢٠١٠ کال د همدې مودې په نسبت ٥٠ فیصد زیاتوالی په کي راغلی دی.

پرون مشکوکو طالبانو د هلمند په ولایت کي اته افغان پولیسان د تلاشۍ په یوه پوسته کي ووژل.

چارواکو وویل چي په دې حمله کي درې نور پولیسان زخمي شوي دي. مامورین په دې اړه تحقیقات کوي چي په دې حمله کي خو به خپله کوم پولیس لاس نه درلود.

یو بل خبر وایي چي افغان او ائتلافي قواو د هلمند په ولایت کي د ٣٥٠ ملیون ډالرو په قیمت مخدره مواد نیولي دي. د ائتلاف په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چي افغان او ائتلافي ګډو قواو په دې ملک کي تر اوسه په دومره زیاته اندازه مخدره مواد نه وو نیولي. په دې حمله کي د مخدره موادو درې لابراتوارونه تباه شوي دي.

او د نیوزیلنډ د خاصو قواو یو عسکر پرون کابل ته نژدې د یاغیانو سره په ډزو کي وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG