د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال استازی ټاکلی


ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال استازی ټاکلی

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال استازی ټاکلی

د ملګرو ملتونو عمومی منشي بن کی مون برتانوي ډیپلومات مایکل کیټن د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړی استازی د مرستیال په توګه وټاکه.

د چارشنبی په ورځ د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شويدي چې ښاغلی کیټن د بشري بیړنیو حالاتو د ادارې او کنترول په برخه کې ډېره تجربه لري. همدارنګه له شخړو نه وروسته د بیارغونې په پروګرامونو کې چې په افغانستان، منځني ختیځ او ختیځه افریقا کې روان وو، هم پراخه تجربه لري.

اعلامیه زیاتوي چې مایکل کیټن به د رابرت واټکنز ځای ونیسي. نوموړی د کاناډا دی او اوس د لبنان لپاره د چارو د منتظم په توګه ټاکل شویدی.

مایکل کیټن به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناظم وي.

XS
SM
MD
LG