د لاس رسي وړ اتصالات

ډې میستورا: افغان حکومت ته د مسولیت سپارلو شرایط برابر دي


ډې میستورا: افغان حکومت ته د مسولیت سپارلو شرایط برابر دي
ډې میستورا: افغان حکومت ته د مسولیت سپارلو شرایط برابر دي

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میستورا د جولای په شپږمه نېټه د امنیت شورا ته وویل چې د امنیت او ځینو بنسټیزو ستونزو سره سره، شرایط دې ته مساعد دي چې د افغانستان حکومت خپل په امنیت او حکومتدارۍ کې د یوه پراخ رول لوبول پیل کړي.

د جولای په نیمايي کې به د هغو ۷ سیمو د امنیت د مسولیت چارې و افغان ملي امنیتي قواوو ته وسپارل شي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د مارچ په میاشتې کې په ډاګه کړي وې. په دغو سیمو کې د کابل، پنجشیر او بامیان ولایتونه او د هرات، مزار شریف، مهترلام او لښکرګاه ښارونه شامل دي.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي سټیفن ډی مستورا وویل چې په دې ورستیو کې یو لړ امنیتي پېښې چې د انتر کانټیننتل عصري او نامتو هوټل پېښه هم په کې شامله وه، د افغانستان ملي پوځ او پولیسو په سمه توګه اداره کړې.

هغه وویل:

مونږ د انټرکانټیننتل د هوټل په سمبولیک اهمیت باندي پوهېږو او دغه پېښه ټکان ورکونکې وه. په دې ورستیو کې په افغانستان کې بیلابیلې تروریستي حملې وشوې. د روغتون دننه، د نظامي روغتون دننه، ددفاع په وزارت کې دننه او دغه راز په کندهار او هرات کې چې د هرات په پېښه کې حملې پر پي آر ټۍ یا ولایتي بیارغونې ډلې باندي دوې ورځې دوام وکړ. خو راځي چې د دغو حملو د رامنځ ته کیدو وروسته حالت ته ښه ځیر شو، د افغانستان ملي پولیسو او پوځ دغه پېښې په ډیره موثره توګه اداره کړې البته ځینې وخت به چارې پر پیچلې خوا ولاړې ځکه مونږ ټول د روزنې په بهیر کې یو. افغان ملي پولیسو او پوځ خپل اغیزمنتوب څرګند کړ.

د کانټیننتل د هوټل په پېښه کې لږ تر لږه ۶ ترهګر د هوټل دننه د ۴ ساعتونو جګړې وروسته ووژل شول.

دغه راز ځانګړی استازي میستورا د افغانستان په مقننه قوې کې روان بحران ته هم اشاره وکړه چیري چې د جمهور ریْس کرزي دخوا ټاکل شوې ځانګړې محکمې حکم صادر کړ چې د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر د میاشتې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ۶۲ انتخاب شوي وکیلان دي خپلې څوکۍ پرېږدي.

ښاغلي میستورا وویل:

مونږ هیله مند یو او د ملګرو ملتونو د سازمان په استاځیتوب باندي د افغانستان د چارواکو سره کار کوو چې د پارلمان د بحران د لا غځیدو مخنیوی وکړو. د افغانستان بیلابیلې قوې د یوه بل ترمنځ موازنې او تعادل ته اړتیا لري. افغانستان پارلمان، اجرایه قوې او قزایه قوې ته ضرورت لري چې ټول د یو بل سره په ګډه کار وکړي. اوس مهال ددغو قوو ترمنځ وضع په اصطلاح وریځ ده خو زه خوشبینه یم چې ډیر باران به ونه اوري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ښاغلي ظاهر طنین هم د امنیت شورا ته وینا وکړه. هغه وویل چې د افغانستان حکومت د جمهور ریْس اوباما د تیرې میاشتې اعلان ته هرکلی وايي چې غواړي په تدریجي ډول د افغانستان نه د آمریکايي قواوو د کمولو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي طنین داسي وویل:

تیره میاشت د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د افغانستان نه د آمریکايي قواوو د تدریجي وتلو اعلان وکړ. مونږ دغې پریکړې ته ښه راغلاست وایوو او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د وروستي شوي توافق برخه یې ګڼو چې افغانستان د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د امنیت د تامین په برخه کې د سطحي نظامي ښکیلتیا نه و یوه رغنده او اساسي رول ته ځان آماده کړي او دغه راز د نړیوالې ټولنې سره تل پاتې اړیکې جوړې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د آمریکا سفیرې سوزن رایس هم خبري وکړې او د طالبانو سره یې د سولې د خبرو د بهیر نه ملاتړ وکړ.

هر ډول مذاکرات باید اړینې پایلې ولري چې په لړ کې یې یاغیان د تاوتریخوالي نه لاس واخلي، د القاعدې سره اړیکې وښکوي او د افغانستان د اساسي قانون نه اطاعت وکړي. په دې کې د ښځو د حقوقو حفاظت هم شامل دی. په دې برخه کې زمونږ جدیتوب زمونږ په هغې پریکړې کې انعکاس کوي چې د بندیزونو ۱۲۶۷ شمیره لست مو د امنیت شورا په مرسته نیمی کړ او په کښي د القاعدې او طالبانو توپیر وشو.

تیره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه پریکړه لیکونه منظور کړل چې په لړ کې یې طالبان د القاعدې دترهګرو له لست نه ووتل. دې کار د طالبانو د غړو سره د سولې د مذاکراتو دپاره لاره هواره کړه.

XS
SM
MD
LG