د لاس رسي وړ اتصالات

ډې میستورا: افغانانو ته د مسولیت د سپارلو شرایط مساعد دي


ډې میستورا: افغانانو ته د مسولیت د سپارلو شرایط مساعد دي

ډې میستورا: افغانانو ته د مسولیت د سپارلو شرایط مساعد دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میستورا د امنیت شورا ته وویل چې د امنیت او ځینو بنسټیزو ستونزو سره سره، شرایط دې ته چمتو دي چې د افغانستان حکومت د امنیت په راوستلو او ښیې حکومتداری کښی ډیره ونډه واخلي.

د جولای په نیمايي کې به د هغو ۷ سیمو د امنیت د مسولیت چارې و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي د مارچ په میاشتې کې په ډاګه کړي وې. په دغو سیمو کې د کابل، پنجشیر او بامیان ولایتونه او د هرات، مزهار شریف، مهترلام او لښکرګاه ښارونه شامل دي.

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډی مستورا وویل چې په دې ورستیو کې یو لړ امنیتي پېښې چې د انتر کانټیننتل هوټل پېښه هم په کې شامله وه، د افغانستان ملي پوځ او پولیسو په سمه توګه اداره کړې.

هغه داسي وویل: ،،مونږ د انټرکانټیننتل د هوټل په سمبولیک اهمیت باندي پوهېږو او دغه پېښه ټکان ورکونکې وه. په دې ورستیو کې په افغانستان کې بیلابیلې تروریستي بریدونه وشوې. د روغتون دننه، د نظامي روغتون دننه، ددفاع په وزارت کې دننه او دغه راز په کندهار او هرات کې چې د هرات په کې حملې پر پي آر ټۍ باندي دوې ورځې دوام وکړ. خو راځي چې د دغو بریدونو رامنځ ته کیدو وروسته حالت ته ښه ځیر شو، د افغانستان ملي پولیسو او پوځ دغې پېښې په ډیره موثره توګه اداره کړې، که څه هم ځیني نیمګړتیاوې یې لرلې، خو مونږ ټول د روزنې په بهیر کې یو. افغان ملي پولیسو او پوځ خپل اغیزمنتوب څرګند کړی،،.

د یادونې وړ ده چې د کانټیننتل د هوټل په پېښه کې لږ تر لږه ۶ ترهګر د هوټل دننه د ۴ ساعتونو جګړې وروسته ووژل شول.

دغه راز ځانګړی استازي میستورا د افغانستان پارلمان کې روان کړکیچ ته هم اشاره وکړه چیري چې د جمهور ریْس کرزي دخوا ټاکل شوې ځانګړې محکمې حکم صادر کړ چې د ولسي جرګې ۶۲ انتخاب شوي وکیلان دي خپلې څوکۍ پرېږدي.

ښاغلي میستورا داسي وویل:،،مونږ هیله مند یو او غواړو ستاسو په استازیتوب د افغانستان د چارواکو سره کار کوو چې د پارلمان د کوکیچ د لا غځیدو مخنیویْ وکړو. د افغانستان بیلابیلې قوې د یوه بل ترمنځ انډول ته اړتیا لري. افغانستان پارلمان، اجرایه قوې او قزایه قوې ته اړتیا لري چې ټول د یو بل سره په ګډه کار وکړي. اوس مهال ددغو قوو ترمنځ حالات ترینګلی دی خو زه بیا هم خوشبینه یم چې نور به خراب نشی،،.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین هم د امنیت شورا ته وینا وکړه او وویل چې د افغانستان حکومت د جمهور ریْس اوباما د تیرې میاشتې اعلان ته هرکلی وايي چې غواړي په تدریجي ډول د افغانستان نه د آمریکايي قواوو د کمولو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي طنین داسي وویل: ،،مونږ دغې پریکړې ته ښه راغلاست وایوو او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د وروستي شوي توافق برخه یې ګڼو چې افغانستان د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د امنیت د تامین په برخه کې د پوځی ښکیلتیا نه و یوه رغنده او اساسي رول ته ځان آماده کړي او دغه راز د نړیوالې ټولنې سره تل پاتې اړیکې جوړې کړي،،.

په ملګرو ملتونو کې د آمریکا سفیرې سوزن رایس هم خبري وکړې او د طالبانو سره یې د سولې د خبرو د بهیر نه ملاتړ وکړ. ،،هر ډول مذاکرات باید اړینې پایلې ولري چې په لړ کې یې یاغیان د تاوتریخوالي نه لاس واخلي، د القاعدې سره اړیکې وښکوي او د افغانستان د اساسي قانون نه اطاعت وکړي. په دې کې د ښځو د حقوقو حفاظت هم شامل دی. په اړه زموږ هوډ په هغې پریکړې کې څرګندیږی چې د بندیزونو ۱۲۶۷ شمیره لست مو د امنیت شورا په مرسته نیمی کړ او په کښي د القاعدې او طالبانو توپیر وشو،،.

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه پریکړه لیکونه منظور کړل چې په لړ کې یې طالبان د القاعدې دترهګرو له لست نه ووتل. دې کار د طالبانو د غړو سره د سولې د مذاکراتو دپاره لاره هواره کړه.

XS
SM
MD
LG