د لاس رسي وړ اتصالات

م م وایي د ملکي خلکو مرګ ژوبله شل په سلو کې کمه شویده


ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دملکي خلکو مرګ ژوبله د سږکال په اولو څلورو مېاشتو کې شل په سلو کې راښکته شوېده. دا فېصدي د تېرکال د همدغې مودې سره پرتله شوېده.

په تیرو پنځو کالونوکې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې دملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه راښکته کیږي. دا خبر پداسې وخت کې خپریږي چې په افغانستان کې نړیوال عسکر د دغه هیواد نه د وتلو لپاره چمتوالی نیسي او د امنیت ساتلو چارې پخپله افغانانو ته سپارل کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش چې د چارشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، ویې ویل چي د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې تر دې دمه 579 ملکي خلک وژل شوي او 1 زر 2 سوه او 16 ټپي شویدي.

ښاغلی کوبیش وایي چې اتیا په سلو کې دغه مرګ ژوبله د حکومت د وسله والو مخالفینو په بمونو او ځانمرګي بریدونو کې رامنځته شویده.

" هغوي د دغو دوه تاکتیکونو یا وسلو نه ګټه اخلي، پدې کې د وچ او لانده توپیر نکیږي او دا کار د منلو وړ نده. "

ښاغلی کوبیش وایي چې 9 په سلو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د حکومت د طرفداره ځواکونو په غاړه ده ځکه چې دوي کوښښ کوي چې په ملکي خلکو باندې د جګړې اغیزه کمه شي.

" له بده مرغه د حکومت وسله وال مخالفین د ملکي خلکو ژوند ته درناوي نکوي چې د خواشینی خبر ده. "

د ملګرو ملتونو د دغو څرګندونو نه یوازې څو ورځې وړاندې د پکتیا په ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي برید کې د یوې کورنۍ 8 غړي ووژل شول. دا خلک پداسې یوې سیمې کې وژل شویدي چې افغان او نړیوال ځواکونه پکښې د طالبانو سره په جګړو اخته دي.

د ملکي خلکو تلفات د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د حکومت او د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر منځ هر وخت د نانداریو د پیدا کیدو سبب ګرځي.

د مهال ویش له مخې ټاکل شویده چې نړیوال ځواکونه به د افغانستان نه واوځي خو ښاغلی کوبیش وایي د نړیوالې ټولنۍ په ملاتړ سره افغان امنیتي ځواکونه به پدې وتوانیږي چې د خپل هیواد امنیت پخپلو مټو وساتي.

XS
SM
MD
LG