د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د افغان ماشومانو تلفات د منلو وړ نه دي


ملګري ملتونه وایي چې سږکال د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو او ټپي شویو ماشومان شمیر زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره، یونیسیف وایي نه یواځي دا چې په دومره زیات شمیر د ماشومانو د مرګ او ژوبلې زیاتیدل د ډیرې اندېښنې وړ خبره ده، بلکې ماشومانو ته صدمه رسېدل هیڅکه د منلو وړ خبره نه ده.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۴١۴ ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي چې د پروسږکال دهمدغې مودې په پرته په کښي ٢٧ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ملګرو ملتونو وویل چې د دې جملې نه د اپریل تر میاشتې پوري ١٢١ ماشومان وژل شوي او ٢٩٣ تنه یې ټپیان شوي دي.

په ریپوټ کې راغلي دي چې د سړک غاړې بمونه او ځانمرګه بریدونه د ماشومانو د مړینې تر ټولو غټ لامل دی. ۳۷ په سلو کې د ماشومانو مرګ ژوبله د همدغو دلایلو په خاطر رامنځ ته شوې ده. ملګرو ملتونو د سړک غاړې پر بمونو چې د انسان د ګام اېښودنې یا د موټر د تیریدو وروسته انفجار کوي، وغندل او وویل چې دا کیدای سي د بشریت ضد جرم په توګه حساب شي.

په افغانستان کې په مجموعي ډول تشدد په داسي حال کې چې طالبان او نور نظامیان د حکومت او نړیوالو اهدافو پرضد خپل بریدونه زیاتوي، مخ پر زیاتېدو دی.

د همدغه بریدونه له امله د ماشومانو په ګډون د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.
یونیسف په مجموعي ډول د ماشومانو د تلفاتو ۵۶ په سلو کې ملامتي د یاغیانو پر حملو وراچوي او ۱۴ په سلو کې ملامتي پر افغان او نړیوالو قواوو وراچوي او پاتې ۳۰ په سلو کې د حملو مسولیت واضیح ښودل شوی نه دی.
XS
SM
MD
LG