د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان غواړي ملگري ملتونو یې له "ننگ نوملړ" نه وباسي


افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې د ماشومانو د حقونو په اړه د ملگرو ملتونو کنوانسیون لاس لیک کړی دی.
افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې د ماشومانو د حقونو په اړه د ملگرو ملتونو کنوانسیون لاس لیک کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ملگرو ملتونو غوښتي چې ددې هیواد نوم د هغه سازمان د "ننگ" په نامه نوملړ څخه وباسي.

ملگرو ملتونو په جگړو کې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د افغان ماشومانو د شتون په وجه په ١٩٨٩ کې د افغانستان نوم په دغه نوملړ کې ولیکه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د وسله والو نښتو څخه د متاثر شویو ماشومانو په برخه کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړې استازې لیلا زروقي سره په کتنه کې د بشري حقونو او په ځانگړې توگه د ښځو او ماشومانو د حقونو د ملاتړ په هکله د افغان حکومت په ژمنو ټینگار وکړ.

د ملگرو ملتونو مقامات که څه هم چې د افغان حکومت پر هڅو باور لري خو وایي زیاتو هڅو ته اړتیا ده چې په بشپړه توگه په پوځي لیکو کې د ماشومانو د شتون مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د ماشومانو څخه د سرتیري په توگه کار اخیستل غیر قانوني دي. جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان په صادرولو سره د سرتیرو په توگه د ماشومانو استخدام جرم گڼلی دی.

د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې ماشومان نشته، خو ویل کیږي چې د افغان حکومت پلوي محلي پولیسو او هم د حکومت د مخالفو یاغیانو په لیکو کې ماشومان د سرتیرو او جنگیالیو په توگه کار کوي.

دوه اونۍ دمخه یو لس کلن ماشوم وصیل احمد، چې د محلي پولیسو په لیکو کې یې د طالبانو پر ضد جگړه کوله د ارزگان ولایت په مرکز ترینکوت ښار کې د طالبانو په ډزو ووژل شو.

افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې د ماشومانو د حقونو په اړه د ملگرو ملتونو کنوانسیون لاس لیک کړ او ژمنه یې وکړه چې د سرتیرو په توگه د ماشومانو جلب او جذب بند کړي.

د ماشومانو د حقونو نړیوال بنسټونه وایي د وسله والو ځواکونو په لیکو کې استخدام شوي ماشومان له خطر سره مخامخ او په ځنیو موارو کې حتی د جنسي تیریو او بدرفتاریو سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG