د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه وایي افغانستان د ماشومانو لپاره خطرناک هیواد دی


یونیسف وايي، په افغانستان کې ماشومان او میندې د خطر سره مخامخ دي او ډیرو کمو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري
یونیسف وايي، په افغانستان کې ماشومان او میندې د خطر سره مخامخ دي او ډیرو کمو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري

ملگري ملتونه وایي چې په افغانستان کې بشري وضع ورځ په ورځ خرابیږې او ماشومان پکې تر ټولو زیات له خطرسره مخامخ دې چې د روغتیاېي خدمتونو او د مکملې غذا د نه شتون په علت په وړکوالي کې مري.

د ملگروملتونو د رپوټ له مخې په افغانستان کې به په روان کال کې نهه عشاریه درې میلیونه کسان بشرې مرستو ته ‍ضرورت ولرې. دغه نړیوال سازمان د ٥٥٠ میلیونو ډالرو مرسته غوښتې ده چې پنځو عشاره شپږو میلیونو بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

د ملگرو متلونو د بشرې چارو د انسجام د دفترنطاق یانس لیرک وايي، دا د افغانستان د ټول نفوس تقریبا دریمه برخه کیږې او دیارلس فیصده له هغه شمیر نه زیات دي چې په دوه زره شپاړسم کال کې ملگرو ملتونو ورسره مرسته کوله.

ښاغلی لیرک وایي "موږ توقع لرو چې د جنجال په وجه به ډیرکسان بی کوره شې او همدې کال کې لا پخوا اته دیرش زره نوې کسان بې کوره شویدې."

هغه زیاتوي چې ملگري ملتونه تمه لري چې له پاکستان نه به نورې کورنې هم راستنې شي چې ښایي خپلو سیمو ته به ولاړې نشې او په افغانستان کې د ننه به بې کوره وې. هغه وایي دغه کډوال تش لاس افغانستان ته را ستنیږی او واقعآ به دوې روغتیاېې خدمتونو او مکملې غذا ته عاجله اړتیا ولري.

د ملگروملتونو د ماشومانو صندق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې به ماشومان او میندې د خطرسره مخامخ وې. دغه اداره وايي، افغانستان به په نړۍ کې یو له خطرناکو ځایونو نه وې ځکه چې ماشوم یا مور ډیرو کمو روغتیايي خدمتونو ته لار لري.

یونیسیف رپوټ ورکړیدې چې هرکال په افغانستان کې ښځې د امیندوارۍ په وخت کې مري. دغه رپوټ وايي، په دوه زره پنځلسم کال کې د هرو اتلسو افغان ماشومانو نه یو يی له یو کلنې نه دمخه مړشوې و.

د یونیسیف نطاق کرسټوف بولیریک وايي، څه باندې یوڅلویښت فیصده افغان ماشومان چې عمرونه يي د پنځو کالو نه کم وي، د کم غذايي سره مخامخ دي او دا په نړۍ کې تر ټولو نه لوړ شمیر دې.

ښاغلی بولیریک وايي د افغانستان د ښونې او روزنې سیستم د څه دپاڅه درې لسیزو شخړو په وجه گډ وډ شوی او د هغه په وینا درې عشاریه پنځه میلونه ماشومان ښونځی ته نه ځي چې د یو اټکل له مخې پنځه اویا فیصده يي نجونې دي.

XS
SM
MD
LG