د لاس رسي وړ اتصالات

سټفن دی مستورا: په افغانستان کې به وضع تر ښه کیدو وړاندې یوه څه خرابه شي


سټفن دی مستورا: په افغانستان کې به وضع تر ښه کیدو وړاندې یوه څه خرابه شي

سټفن دی مستورا: په افغانستان کې به وضع تر ښه کیدو وړاندې یوه څه خرابه شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی سټفن ډي مستورا وایي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په افغانستان کې امنیتي وضع متشنجه شي.ښاغلي مستورا دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په مرکز کې کړیدي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي سټفن ډي مستورا په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې د افغان او ایتلافي قواوو په مشرۍ د ګډو عملیاتو زیاتوالي نتیجه ورکړیده خو له بلې خوا بیا هغه ویلي دي چې داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې د حکومت ضد قواوې هڅه کوي چې داسې سترې حملې وکړي چې دا وښیي چې هغوي اوس هم زور او قوت لري.

" دا پدې مانا چې مونږ به د دا شان حالاتو تمه ولرو او پکار ده چې ورته چمتو اوسیږو. زه فکر کوم چې په راتلونکو څو میاشتو کې به وضع یو څه سخته شي. زمونږ د ارزیابۍ نه داسې مالومیږي مخکې لدې چې هر څه سم شي وضع به یوه متشنجه شي. "

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د امنیت شورا ته وویل چې په 2010 کال کې په افغانستان کې څو تاریخي او مهم کارونه شویدي. هغه د سپټمبر د میاشتې پارلماني انتخاباتو ته اشاره وکړه او هم یې د افغانستان په اړه د څو نړیوالو کنفرانسونو په باب خبرې وکړلې. ښاغلي طنین وویل چې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره روغه جوړه په افغانستان کې د نورو کارونو په سر کې راځي. طنین دا هم وویل پدې خاطر چې په ریښتیني ډول روغه جوړه وشي پکار ده چې طالبان د زړه د اخلاصه د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

" د روغې جوړې د پروسې د کامیابه کیدو لپاره پکار ده چې طالبان خپلې وسلې په ځمکه کښیږدي، د تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي. "

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې میرمن روزمیري ډیکارلو پخپل نوبت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې په 2010 کال کې په افغانستان کې ریښتینی پرمختګ شویدی.

" امریکایي قواوو دافغانستان دامنیتي قواوو سره په ګډه د افغانستان په ځینو مهمو سیمو کې د طالبانو نه زور او قوت اخیستی دی او په ځینو نورو سیمو کې یې د هغوي د زور او قوت مخه نیوله ده. باید ووایم ځینې سیمې چې مونږ د طالبانو نه نیولي دي هلته حالات زیات نازکه دي خو تر ټولو مهمه دا ده چې اوس زیاته سیمه د طالبانو د کنترول نه ایستل شویده او حکومت پکې برقراره شویدی."

د امریکا استازې میرمن روزمیري ډیکالو دا هم وویل چې 2011 کال به په افغانستان کې یو مهم کال وي.

XS
SM
MD
LG