د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د قابلو زیاتوالي د میندو مړینه کمه کړې


د عامې روغتیا په وزارت کې په افغانستان کې د قابله کۍ د وضیعت په باب د نوي رپوټ د خپرولو غونډه
د عامې روغتیا په وزارت کې په افغانستان کې د قابله کۍ د وضیعت په باب د نوي رپوټ د خپرولو غونډه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو یو ګډ رپوټ وایي چې په افغانستان کې د قابلو په شمیر کې زیاتوالي په دغه هیواد کې د زیږیدنو په وخت د امیدوارو میندو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کړې ده او اوس د میندو د مړینې کچه د تیرولو کلونو په نسبت ډیره راکمه شوې ده.

په دیارلس سوه درې نویم کال کې په افغانستان کې د قابلګۍ د وضعیت په باب د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو دا ګډ رپوت چې نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شو دا ښیي چې په تیره یوه لسیزه کې د میندو د مړینې په کچه کې ډیر د پام وړ کموالی راغلی دی.

د افغانستان د عامې روغیتا د وزارت سرپرست ډاکټر احمد جان نعیم د راپور د خپرولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دوه زره دویم کال کې په افغانستان کې د هرو سلو زرو امیدوارو میندو له ډلې شپاړس سوه میندو د زیږون په مهال خپل ژوند د لاسه ورکوو چې د ډاکټر احمدجان نعیم په وینا اوس د مړینو دا شمیر په هرو سلو زرو امیدواره میندو کې درې سوه اوویشت میندو ته راکښته شوی دی.

ښاغلي نعیم وویل" افغانستان د قالګئ په مسلک کې یو سیمه ایز ځواک او له جګړو وروسته هیوادونو په کتار کې د میندود مړینې د راکمولو په برخه کې یوه نمونه هیواد دی".

په اوس وخت کې په افغانستان کې ټولې څلورزره شپږ سوه قابله ګانې فعالیت لري.

په دو زره دویم کال کې په افغانستان کې د قابلو شمیر څلور سوه او شپیتو تنو ته رسیده.

دې غونډې ته د افغانستان د قابلګۍ د ټولنې اجرائیوي رئیسې میرمن مرسل موسوي په افغانستان کې د قابلګۍ د مسلک په برخه کې د زیاتې پانګوونې اړتیا یادونه وکړه وې ویل چې په دې برخه کې څلور ځله زیاتې پانګوونې ته اړتیا ده ترڅو تر دوه زره دیرشم کال پورې د میندو د روغتیا شپیته فیصده اړتیاوې پوره شي.

میرمن موسوي وویل" ددې لپاره چې په کلیوالو سیمو کې قابلې کار ته وهڅول شي په کار دي د هغوی معاشونه لوړ شي او هم د قابلګۍ د زده کړو کچه لیسانس درجې ته لوړه شي".

په اوس وخت کې د کابل سربیره د افغانستان په اوو زونونو کې د قابلګۍ مرکزونه فعالیت لري .

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ډیرې کورنۍ کلینکونو ته د زیږون لپاره د میندو د وړلو نه ډډه کوي خو قابلې په کورونو کې هم میندو سره د زیږون په وخت مرسته کوي او کورنۍ هم ورسره مخالفت نه لري.

XS
SM
MD
LG