د لاس رسي وړ اتصالات

د بیوزلۍ محوه کول تریلیونونه ډالر غواړي


بان کیمون "هوډمن یو چې بشري نژاد د همدې نسل په حدودو کې د فقر او بیوزلۍ له شره خلاص کړو".
بان کیمون "هوډمن یو چې بشري نژاد د همدې نسل په حدودو کې د فقر او بیوزلۍ له شره خلاص کړو".

د ملگرو ملتونو ۱۹۳ غړو تیره اونۍ د پایدارو پرمختیايي موخو د یوې طرحې پر اجندا هوکړه وکړه او ټاکل شوې چې د نړۍ مشران په هغه ناسته کې چې د سپتمبر له ۲۵ څخه تر ۲۷ پورې په نیویارک کې جوړیږي، دغه موافقه تصویب کړي.

د بیوزلۍ د لېرې کولو، د روغمن ژوند، د زده کړو د پراختیا او د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۷ موخې او ۱۶۹ هدفونه په پام کې نیول شوي چې د اټکل له مخې د روان کال تر پایه به یې پلي کیدل پیل شي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون، دغه نوې اجندا "د خلکو او زمونږ د کُرې" فرصتونه وگڼل، خو خبرداری یې ورکړ چې پلي کول به یې له ستونزو ډک وي.

ښاغلي بان د یوې وینا په خپرولو سره وویل "هوډمن یو چې بشري نژاد د همدې نسل په حدودو کې د فقر او بیوزلۍ له شره خلاص کړو".

په ملگرو ملتونو کې د کینیا سفیر مچاریا کاماو چې په دې اړه د بحثونو د مشرۍ یو غړی دی هم دا تائید کړه چې دې هدفونو ته د رسیدو مالي بیه خورا زیاته ده. خو هغه زیاته کړه چې په دې اجندا کې د اقتصادي، ټولنیزو او سیمه ییزو ستونزو حوارول هم شته.

ملگري ملتونه هیله لري چې د حکومتونو ترڅنگ به تشبثات هم په دې اړوند گام پورته کړي چې نویو نړیوالو هدفونو ته د رسیدو لپاره پرمختیايي مرستې سمون ومومي.

ښاغلي کاماو وویل " هیڅ دلیل نشته چې مونږ ونه شو کړای تر راتلوونکو ١٥ کلونو پورې د پاملرنې وړ بدلون شاهد ونه اوسوو".

د ملگرو ملتونو نوي هدفونه جبري نه دي، خو ددې سازمان د چارواکو په وینا، دې هدفونو ته په رسیدو کې پاتي راتلل به حکومتونو ته یو ډول سیاسي ننګ رامنځ ته کړي.

د بیوزلۍ د محوه کولو د نوې اجندا بحثونه په ٢٠١٢ کال کې پیل شول چې د زریزې د پرمختیايي موخو د لاس ته راوړنو پر بنسټ د بیوزلۍ کچه راټیټه کړای شي او په عین وخت کې د زده کړې او روغتیایي اهداف په ځانگړې توگه د ماشومانو د مړینې د کچې راټیټیدل په کې ځای کړای شوي دي.

خو پر نویو هدفونو باندې نیوکې هم شویدي او ددې پلان ځنې برخې پوره څرگندې نه دي او دا هم ویل شوي چې دا پلان ډیر پراخ دی او د قیاس وړ لاس ته راوړنو رسیدل تر پوښتنې لاندې راځي.

XS
SM
MD
LG