د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او بان کي مون د اقلیم په بدلون غږیږی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون نن په محلي وخت په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر براک اوباما سره ګوري او په ګڼ شمیر مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

د ښاغلي بان کي مون یوه ویاند ویلي دي چې د ولسمشر اوباما سره به د اقلیم په بدلون او په سوریې او لبنان کې د روانې پوځي جګړې او بشري ستونزو په اړه خبرې وکړي.
دواړو مشرانو د دې غونډې نه مخکې د ټولنیزو نوښتونو پلانونه اعلان کړیدي. ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ یو پلان اعلان کړ چې هدف یې د 2030 میلادي کاله پورې د امریکا د بریښنا د تولید په فابریکو کې د کاربون د غاز کمول دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیا د هغې نړیوالې موافقې خبرې کوي چې د همدې تیرې یکشنبې په ورح د ملګرو ملتونو د 193 غړیو هیوادونو تر منځ وشوه.

د ملګرو ملتونو 193 غړیو هیوادونو د راتلونکو پنځلسو کالونو لپاره خپل نوی پلان پرون اعلان کړ. د پرمختګ پدې پلان کې ویل شویدي چې بې وزلي او ولږه به له منځه وړي، د نر او ښځې تر منځ به مساوات رامنځته کوي، د خلکو د ژوندانه چارې به ښې کوي او د اقلیم د بدلون سره به جدي مبارزه کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل " مونږ به د نړۍ لومړنی نسل اوسو چې په ټولې نړۍ کې بي وزلي ختموو او که چیرته د نړۍ د تودوخې چاره ونکړو نو مونږ به د دې نړۍ وروستی نسل واوسیږو.

XS
SM
MD
LG