د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو هیئت ننگرهار ته تللی


د ملګروملتونودامنيت شوراددغه هيت په ترکيب کې داستراليا، بوسنيا ، برازيل ، چين ، فرانسې ، ګبون ، جاپان ، لبنان ، مکسيکو ، نايجيريا، روسيې ، ترکيې ، يوګاندا ، برتانيا او امريکا ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازى برخه لرله.

دا هيئت په دې هدف راغلى و چې ددغه ولايت د بيارغاونې چارې وګوري اوپه دغه ولايت کې دامنيت اومخدره موادوپه اړه دولايتي ادارې فعاليتونه وګوري. دغه هيئت لومړی ددغه ولايت له والي ګل اغا شېرزي سره ددغه ولايت په انکشافي چارو وغږېد.

ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزي مطبوعاتوته وويل چې دغه هيت دخپلوکتنوپه ترڅ کې داپه ډاګه کړه چې ننګرهار دنوروولايتونوپه پرتله دامنيت په برخه کې ښه اودکوکنارپه له منځه وړوکې کامياب دى.

عبدالزى وايي دننګرهار والي ګل اغا شېرزي دغه هيت ته بې روزګاري په سيمه کې دامنيت پروړاندې يوه لويه ستونزه بلله اودايې ترې وغوښتل چې داانکشافي پروژوپه تطبيق سره دغه ستونزه په اسانه حل کېداى شي.

ده داهم وويل چې شېرزي په دې ليدنه کې دغه هيت ته دنشي موادوپه له منځه وړو اودډاياګ پروسې په تطبيق خبرې وکړې .شېرزي وويل چې دنړيوالې ټولنې شاوخوا دوه نيم ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت يې ګڼې پروژې تطبيق کړي دي.

شېرزي په دغه ولايت کې دملګروملتونو هڅې دبيارغونې امنيت په برخه کې وستايلې

نوموړي دسيمې دامنيت په برخه کې داوويل چې ملګري ملتونه يونظارتي ، باصلاحيته او خپلواک کمېسيون جوړ کړي ، چې دسيمې او په ځانګړي ډول دګاونډيو هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ پروسه وڅاري .

دغه هيت دخپلوکتنوپه بهيرکې دشيخ مصري په ښارګوټي کې دملګرو ملتونو له لوري د ترسره شوو پروژو او دننګرهار پوهنتون له محصلينو سره هم ليدنه وکړه او دهغوى نظرونه يې واخيستل.

دغه هيت تیره ورځ په کابل کې دافغانستا ن جمهورريس حامدکرزي سره هم وکتل.

که څه هم ددغه هيت په ترکيب کې ديوشمېرهېوادونووتلي استازي شامل ووخوديوشمېرکتونکيوله نظره داسې ډېر هيئتان راغلي ليدنه کتنه يې کړې ده خوڅه ترې نه دي بود شوي ددوي په وينا دغو ليدنو کتنو پر ځاى دى دې خلکوته يوپيغام راوړي دوي وايي که څېړنه وشي نو ددغه هيت يوازې په راتلوبه زيات لګښت شوى وي.

XS
SM
MD
LG