د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: مصر دي بشري حقوق د مستقلې قضا او قانون له لارې تضمین کړي


د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو یو لوړ پوړې چارواکې په مصر کې د تشدد او هغو خلګو د مرګونو خبرداری ورکړی دی چې ددغه هیواد د نوي اساسي قانون د مسودې سره مخالفت لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان مشره ناوې پیلي وايي چې هغه د مصر د اساسي قانون د متن په هکله ګڼ شمیر اندېښنې لري ځکه په لړ کې یې د مصر د خلګو زیاته اندازه بشري او مدني حقوق کمزوري او د پامه غورځول کېږي. د جینوا څخه د امریکا غږ خبریالې لیزا شلین په دې هکله یو ریپوټ رالېږلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان مشره نوي فیلي هغه پریکړه تر پوښتنې لاندي راوستې ده چې په لړ کې یې د مصر د ایخوان المسلمین تر نفوذ لاندې د اساسي قانون غونډې د اساسي قانون نهاي مسوده د ولسمشر د توشیح کولو لپاره چمتو کړه. نوموړې وايي چې دې پریکړې او یو شمیر نورو حالاتو د اساسي قانون د لیکلو او تصویب د لړۍ اعتیبار تر شک لاندې راوستی دی او د مصر په پلازمینې او نورو ښارونو کې یې ګډوډي رامنځ ته کړې .

د مصر ولسمشر محمد مورسي هغه غوښتنه چې وايي د ډیسمبر پر ۱۵ نېټې دي د اساسي قانون د ریفورنډم غونډه وشي د جون د میاشتې راهیسې کله چې هغه واک ته ورسېدی د تر ټولو خونړیو مظاهرو سبب شوې ده.

په تیرو دوو ورځو کې د ولسمشر د پلویانو او مخالفینو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷ کسه وژل شوي دي او د ۷ ساوه کسانو نه زیات خلګ ټپیان شوي دي. ښاغلي مورسي د پنجشنبې په ورځ په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې هغه به سبوتاژ او وژنې ونه ځغمي.

مظاهره کونکي وايي چې ریفورندم دي مخکي نه ځي ځکه په دې ریفورېندم کې د دوي په کافي اندازه استاځیتوب نه کېږي نه یې حقوقو ژغورل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ریٌْسې ویاند رابرت کولوېل وايي چې میرمن فیلي په دې باور ده چې په مصر کې ځکه دغه ګډوډ حالت رامنځ ته شوې ده چې د مصري ټولنې اکثریت برخه د اساسي قانون د مسودې د جوړولو په بهیر کې دخیله نه وه او د هغوي زیات شمیر اندېښنې د نوي اساسي قانون په مسوده کې په پام کې نه دي نیول شوي.
هغه داسي وايي: ،،د اساسي قانون په مسوده کې د بشري حقوقو ځیني ضمانتونه شوي دي. خو په کښي ځیني د اندېښنې وړ مسایل هم شته چې ګنګ پاته دي او په ځینو مواردو کې حتی د ۱۹۷۱ کال د اساسي قانون په مقاسیه هم چې پرځای یې دغه نوی اساسي قانون راځي، د خلګو د بشري حقوقو ژغورنه په کښي کمزورې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان مشره ځکه اندېښمنه ده چې په مسوده کې د هغو نړیوالو بشري حقوقو د تړونونو په هکله هیڅ یادونه نه ده شوې چې مصر موافقه او لاس لیک کړي دي. د ۱۹۷۱ کال اساسي قانون بیا برعکس دغه مسایل په قانوني توګه واضیح او قبول کړي دي.،،

د یادونې وړ ده چې مصر اکثره د بشري حقوقو نړیوال تړونونه لاس لیک کړي دي چې په کښي د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال قانون، د تبعیض ضد نړیوال قانون، د ښځو پر ضد د تبعیض نړیوال قانون او د ماشومانو د حقوقو قانون لاس شامل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان مشرې میرمن فیلي وویل چې د نوي اساسي قانون په مسوده کې زیات شمیر مسایل دي چې د نړیوال بشري قوانینو سره په مغایرت کې واقع کېږي. نوموړې وویل چې د اساسي قانون په مسوده کې دي مسایل په روښانه توګه ولیکل شي ترڅو ملي قوانین د بین المللي قوانینو سره په مغایرت کې واقع نسي.

د مثال په توګه د اساسي قانون په مسوده کې راغلي دي چې د قانون په مقابل کې ټول مساوي دي خو د جنسیت، مذهب او اصلیت پر بنسټ د تبعیض کولو په هکله په ډاګه څه نه دي ویل شوي.

مونا ریشماوي د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان د مساواتو او قانون د حاکمیت د برخې مشره وايي چې د اساسي قانون متن باید د بشري حقوقو موارد واضیح کړي. ،،تاسې هله کولای شی چې دغه قوانین تطبیق کړی کله چې تاسو په اساسي قانون کې ورته په وضاحت سره اشاره کړې وي او فعاله قضايي قوه ولریْ چې پلي یې کړي. خو که چيري د یوې خوا نه تاسو د قضایه قوې صلاحیت محدود کړیْ او د بلي خوا د اساسي قانون په مسوده کې د بشري حقوقو د ملحوظاتو په هکله وضاحت ونلریْ نو دا ستونزه رامنځ ته کوي مونږ همدلته په همدغې برخې کې ستونزه لرو او اندېښمن یوو.،،

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان مشره ناوې فیلي وايي چې په دغه هیواد کې دي بشري حقوقو د مصر د قانون او مستقلې قضا له خوا باید تضمین شي. د نومبر په ۲۲ مه نېټه د مصر ولسمشر محمد مورسي د یوه فرمان په ترڅ کې ځان ته مطلق قدرت ورکړ او زیات شمیر قاضیان یې د خپلو صلاحیتونو څخه محرومه کړل.
XS
SM
MD
LG