د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران به سږکال پر کومو مسایلو ډیر تمرکز وکړي؟


ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ به د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سره راټول شي او د نړیوال ترویزم څخه نیولې د ایبولا تر ناروغۍ پوري به پر نړیوالو مسایو خبرې وکړي. ویل کېږي چې د داعش او ایبولا پر موضوعات به ډیر تمرکز وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون وايي چې په عراق او سوریې کې روان تشدد د افراطي ډلو دپاره په ځانګړې توګه د داعش د ډلې دپاره د جګړې یو ډګر برابر کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

هغه وویل "زه د داعش ډلې پرضد د نړیوال توافق رامنځ ته کېدو ته ښه راغلاست وایم چې ددغه نړیوال او سیمه ایز ګواښ په مقابل کې اقدام وشي."

د داعش سره د مبارزې یوه کلیدي هڅه به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په مشرۍ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه وي چې تمرکز به یې د بهرنیوو ترهګرو د مخ پرزیاتېدو شمیر سره پر مبارزې وي.

د نیویارک د پوهنتون پروفیسور ریچارد ګون وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا یاده شوې غونډه به یو ډیر قوي سیاسي پیغام ورکړي.

هغه وايي " ولسمشر اوباما د څلویښتو هېوادونو یو ایتلاف تشکیل کړی دی . په ملګرو ملتونو کې به هغه پر همدغه ایتلاف باندې تمرکز وکړي. حقیقت دا دی چې په دې برخه کې مشکل کارونه دمخه لا ترسره شوي دي خو ملګري ملتونه یې تر ټولو سم ځای دې چې ددې موضوع په هکله خبرې وشي."

بن کیمون : ایبولا د نړۍ نورو سیمو ته خپرېدای شي

بله موضوع به په نړیوالې اجنډا کې د ایبولا د ساري ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وي چې تراوسه پوري یې په لویدیځې افریقا کې ۵۰۰۰ کسان نیولي دي او تقریبا سم نیمايي ددغو کسانو نه مړه شوي دي.

ښاغلي بانکي مون په دې هکله داسي وویل " دا یواځي د روغتیا په برخه کې کړکیچ نه دی بلکې بشري، اقتصادي او ټولنیزې عواقب هم لري چې کیدای شي د اغیزمن شویو هېوادونو برسیره د نړۍ نورو سیمو باندي هم تاثیر واچوي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سمنتا پاور وايي چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یو هدف دا دی چې د نړۍ مشران سره راغونډ شي او پر نړیوالو مسایلو باندې خبرې وکړي.

هغې وویل "دغه دواړه ګواښونه د ملګرو متلونو اصلي او تهدابي اهدف په ګوته کوي او هغه دا چې د نړۍ مشران هرکال د نړیوالو مسایلو د حل دپاره سره راغونډېږي چې نه یواځي پردې خبرې وشي چې څنګه خپل مینځي همکاري زیاتولای شي بلکې پر دې هم خبرې وکړي چې ځیني ګواښونه داسي وي چې یو ملک یې په یواځي سره نشي کولای چې مقابله یې وکړي او یا د حل لاره ورته پیدا کړي. داسي ګواښونه دا ایجابوي چې هېوادونه په ګډه کار وکړي."

په افریقا کې کړکیچونه، د اوکراین بحران، د غزې په تړانګه کې د ۵۰ ورځو جګړه هغه نور مسایل دي چې د نړۍ مشران به خبرې پرې وکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اقلیم د بدلون په هکله هم د لوړې کچې یوه غونډه دایره وي چې پر هېوادونو باندې غږ وکړي ترڅو فضا ته د مضر ګازونو د لېږدولو کچه کمه کړي.

تیرکال ملګري ملتونه پر نړیوالو مسایلو بې اتفاقه وو

د نیویارک د پوهنتون پروفیسور ریچرد ګون وايي چې تیرکال د نړیوالې ټولنې دپاره ډیر ستونزمن کال و.

هغه وايي "د ملګرو ملتونو د ډيپلوماسۍ دپاره سږکال یو ډیر ستونزمن کال و ځکه په سوریې او اوکراین کې جګړې روانې دي. د داعش د ډلې له خوا متوجې ګواښ او د ایبولا د ناروغۍ ګواښ هغه مسایل دي چې د نړۍ ټول حکومتونه پرې په یوه خوله دي. اوس به هڅه دا وي چې ملګري ملتونو چې تیرکال د بیلابیلو مسایلو په خاطر سره ویشل شوی وو، بیرته یو موټی شي او متحده شي."

د یادونې وړ ده چې ددغو ډیپلوماتیکو خبرو ځینې برخې به یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په نوي تالار کې وشي چې دا ښپږکاله کېږي چې کار پرې روان دی چې بیا ورغول شي او استفادې ته اماده شي.

د عمومي مجموعې په درشل کې د ملګرو ملتونو پر ۷۰ کلن تعمیر باندې ۲،۲ میلیارده ډالره لګول شوي دي چې ترمیم او مصون شي.

XS
SM
MD
LG