د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان بې ځایه شوو ۵۶ سلنه ماشومان دي


په افغانستان کې د روان کال ترپایه د څلورسوه زروپورې د کورنیو بې ځایه شوو اټکل کړی دی
په افغانستان کې د روان کال ترپایه د څلورسوه زروپورې د کورنیو بې ځایه شوو اټکل کړی دی

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د بشري چارو مرستیال مارک بوډین وایي چې د روان کال ترپایه په افغانستان کې په کور دننه د بې ځایه شوو خلکو په هکله د دغې ادارې ارزونې سمې نه وې او تر اوسه د بې ځایه شوو وګړو شمیر څه باندې درې سوه او شل زرو ته رسیږي.

مارک بوډین، چې افغانستان د بې ځایه شوو د وضعیت د څرنګوالی په باب د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي چالاوکا بیاني سره نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، چې دا اداره هغه افغانان چې له پاکستان او ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي هم د بې ځایه شوو په ډله کې ځکه شمیري چې هغوی د ناامنۍ له امله خپلو اصلي مینو ته نه شي ستنیدلی.

ښاغلي بوډین وویل " په اوس وخت کې مونږ د کورنیو بې ځایه شوو د اړتیاو د پوره کولو په برخه کې د یو بحران سره مخ یو".

د یوناما مرستیال وویل چې د نړیوالې ټولنې څخه یې چې د بې ځایه شوو افغانانو لپاره د عاجلو مرستو د برابرولو لپاره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو د کومې مرستې غوښتنه کړې وه، تراوسه نړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې تر څلویښت فیصدو پورې پوره کړي دي.

بي ځایه شوي ماشومان اکثراً ښوونځي او نورو اساسي خدماتو ته لاس رسی نلري
بي ځایه شوي ماشومان اکثراً ښوونځي او نورو اساسي خدماتو ته لاس رسی نلري

افغانستان د بې ځایه شوو د وضعیت د څرنګوالي په باب د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي چالاوکا بیاني د افغانستان د بې ځایه شوو وګړو وضعیت د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې که نړیواله ټولنه د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو لاس نیوی ونه کړي نو افغانستان به یو نسل بې سواده ماشومان لوی کړي.

ښاغلي بیاني وویل "د بې ځایه شوو وګړو د نفوس ۵۶ فیصده ماشومان جوړوي، د وی قابلیت چې د زده کړو ترلاسه کولو لپاره ښوونځیو ته لاړ شي دا ښې چې مونږ د یو نسل له لاسه تللو ماشومانو ګواښ سره مخ یو چې دا به په راتلونکي کې یوه لویه ستونزه وي".

افغانستان د بې ځایه شوو د وضعیت د څرنګوالي په باب د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي چالاوکا بیاني د بې ځایه شوو کډوالو په کمپونو کې د وسله والو ډلو له بې ځایه شوو کورنیو ته او په ځانګړي ډول ماشومانو پر وړاندې د ګواښونو یادونه وکړه وې ویل چې یو شمیر بې ځایه شوو ورته ویلي دوي په فزیکي ډول د وسله والو له خوا په دې ګواښل شوي چې ویل یې ولې د دوی اولادونه په امنیتي ادارو کې په وظیفه بوخت دي.

هغه د کندز د بې ځایه شوو په کمپ کې د بې ځایه شوو ښځو او انجونو د جنسي زورونې په باب وویل چې دغسې رپوټونه یې لوستي دي.

هغه وویل چې په هرات او مزارشریف ښارونو کې یو شمیر بې ځایه شوو ښځو ورسره د خپل خوندیتوب په هکله خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

د کندز ولایت د جګړو له امله یوې بې ځایه شوې ښځې امریکا سره په خبرو کې په کمپ د خپل سخت ژوند په اړه وویل چې لازمه مرسته ورسره نه کیږي.

د ملګرو ملتونو د بې ځایه شوو د وضعیت د څرنګوالي لپاره دغه ګمارل شوي مامور وویل چې هغوی چې بې ځایه شوو د جنسي زورونې لپاره یې اقدام کړی وي باید وپیژندل شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

که څه هم افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې په افغانستان کې د روان کال ترپایه د څلورسوه زروپورې د کورنیو بې ځایه شوو اټکل کړی دی، خو د افغانستان د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزارت په یو شمیر ولایتونو کې امنیتي وضعیت ته په پاملرنې د نورو ډیرو بې ځایه شوو وګړو د بې ځایه کیدو اټکل کوي.

دا وزارت وایي چې تراوسه یوازې له پاکستان څخه څلور سوه زرو پورې افغانان وطن ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستندیدونکو چارو وزیر سید حیسن عالمي بلخي چې دا اونۍ یې په کابل کې یو کنفرانس ته خبرې کولی وویل چې د دې برسیره هره ورځ تر ۷۰۰ پورې افغانان له ایران څخه هم د هغوی د خوښې پر خلاف راشړل کیږي.

ښاغلي بلخي وویل " د هغوی په منځ کې ماشومان، ښځې، زاړه او نور زیان مننونکي کسان شامل دي".

ښاغلي بلخي وویل چې دوه سوه د نمیروز د ولایت له لارې او پاتې د هرات ولایت له لارې افغانستان ته رااړول کیږې

XS
SM
MD
LG