د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه بشري مرستو ته څه باندې ۲۲ میلیارد ډالر غواړي


ملگري ملتونه وایي بشري اعمال په ځانگړې توگه شخړو دغه اړتیا رامنځ ته کړې ده
ملگري ملتونه وایي بشري اعمال په ځانگړې توگه شخړو دغه اړتیا رامنځ ته کړې ده

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ اداره وایي جگړو او طبعي پیښو ځپلو وگړو سره د مرستو لپاره په کال ٢٠١٧ کې دغه اداره او د هغې همکارې ادارې ۲۲،۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. دغه شمېره د تیر کال په پرتله په سلو کې لس زیاته ده.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د نړۍ په ٣٣ هیوادونو کې ٩٣ میلیون وگړو ته به بشري مرستې برابرې شي چې له دریو څخه دوه برخې به یې افریقایي هیوادونو ته ځانگړي شي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ ادارې ویلي دي چې د یمن، سوریې، جنوبي سوډان او نایجریا په څیر هیوادونو کې شخړې ددې سبب شوي چې دغه اداره په دې کچې مرستو غوښتنه وکړي. خو ددې تر څنگ طبیعي پیښې او وچکالۍ هم ددې سبب شوي چې فقیر هیوادونه د خپلې بقا لپاره هلې ځلې وکړي.

د غوښتل شویو پیسو له مجموعې څخه له دریو څخه یوه برخه یې چې اته اعشاریه یو میلیارد ډالر کیږي د سوریې خلکو او د هغه هیواد مهاجرینو ته به ځانگړې شي او څلور اعشاریه څلور میلیارده به یې د دوو جنگ ځپلو هیوادونو یمن او جنوبي سوډان له خلکو سره بشري مرستې وشي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ د ادارې د رئیس استیفن او بِراین، په وینا دا په تاریخ کې ددې ادارې د پیسو غوښتلو تر ټولو ستره تقاضا ده.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ د ادارې د رئیس استیفن او بِراین
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ د ادارې د رئیس استیفن او بِراین

ښاغلي اوبراین همداشان وویل چې د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته، اوس بشري مرستو ته د بل هر وخت په پرتله اړتیا ده، ځکه په نړۍ کې ۱۲۸ میلیونه کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري چې په امن کې ژوند وکړي. خو هغه ټینگار وکړ چې ددغو وگړو له جملې ٩٣ میلیونه کسان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د اسوشيټډ پرس اژانس وايي ښاغلي اوبراین خبریالانو ته وویل چې په سلو کې اتیا اړتیاوی د انساني اعمالو په ځانگړې توگه د شخړو زیږنده دي.

په ٢٠١٦ کال کې نړیوالې ټولنې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ ادارې ته یوولس اعشاریه ۴ میلیارده ډالر اهدا کړي وو چې ددې ادارې د غوښتل شویو پیسو له پنځوس فیصدو څخه لږې زیاتې وې. په ٢٠١٦ کې د مالي مرستو کموالي دغه اداره له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

XS
SM
MD
LG