د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د آټمي چارو مؤسسه وايي تمه لري ایران به د خپلو آټمي تاسیساتو د تفتیش اجازه ورکړي


د ملگرو ملتونو د آټمي چارو د مؤسسې رئیس ( یوکیا امانو ) وایي چي دی توقع لري ایران به « ډیر ژر» هغه موافقه لاسلیک کړي چي ددوي مفتشانو ته اجازه ورکوي هغه تاسیسات یې تفتیش کړي چي ددې شک پر راځي چي د آټمي وسلو د جوړولو پټ پروگرام په کي روان دی.

هغه دا تبصره پرون د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه وکړه چي د ایران له یوه لنډ سفر نه وروسته ویانا ته ورسید. ( امانو ) په ایران کي د هغه هیواد د اټمي چارو د مرکچیانو د هیات له رئیس ( سعید جلیلي ) سره وکتل. ( امانو ) وویل چي ده او ( جلیلي ) دا فیصله وکړه چي داسي یوه موافقه دي ترتیب سي چي د هغې له مخي ملگري ملتونه د ایران د آټمي تاسیساتو د کتلو اجازه ولري او په هغو کي د ( پارچین ) نظامي تاسیسات هم شامل وي.

لویدیځ هیوادونه دا شک لري چي ایران په دغه ځای کي د اټومي وسلو د جوړولو په اړه څیړني کوي. مگر تهران وایي چي په ( پارچین ) کي عادي وسلې جوړیږي او دا خبره هم په ټینگه کوي چي د ایران آټمی پروگرام سوله اییز دی.

د سپیني ماڼۍ نطاق ( جې کارني ) دا اعلان یو گام پرمخ وباله، مگر ویې ویل چي واشنگټن به « د ایران په عملي اقداماتو باندي قضاوت کوي، نه یوازي د هغه په وعدو او موافقو باندي.»

اسرائیل آټمي وسله لرونکی ایران خپل موجودیت ته خطر بولي او دا ردوي چي د ایران په ذروي پروگرام باندي به نظامي حمله نه کوي.

د اسرائیلو ددفاع وزیر ( ایهود براک ) ایران په دې وغانده چي مخکي له دې چي د چهارشنبې په ورځ په بغداد کي د نړۍ د شپږو طاقتونو سره د ذروي چارو په هکله خبرو ته کښیني، کوشش کوي نړۍ والي اټومي انژۍ ته یوه غلطه انتباه را پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG