د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ملگرو ملتونو د کرزي د پلان هرکلی وکړ


امریکا او ملگرو ملتونو د کرزي د پلان هرکلی وکړ

امریکا او ملگرو ملتونو د کرزي د پلان هرکلی وکړ

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی ویلي دي چې دی به د چارشنبی په ورځ د افغانستان نوی پارلمان پرانیزي.

په هغه وینا کی چی د سه شنبی په ورځ باندی خپره شوله، د ملگرو ملتونو دفتر په افغانستان کی د پارلمان د پرانیستلو د خبر هرکلی وکړ او د جمهوري ریاست ددفتراو د پارلمان د منتخبو غړیو ترمنځ یی دهمکارئ روحیه وستایله.

د امریکا چارواکو هم ددغه تازه خبر هرکلی کړیدی. په افغانستان کې د ښاغلي کرزي او پارلمان د غړیو تر منځ په دی مسله باندی سیاسی جنجال راپیدا شوی چی نوی پارلمان څه وخت پرانیستل شي.

ښاغلي کرزی د ولسي جرگی له نویو غړیو نه غوښتی وو چی یوه میاشت نور هم انتظار وکړي چې خاصه محکمه نور وخت ته هم ضرورت لري چی د سپتمبر د ١٨ می نیټی په پارلماني ټاکنو کې د ټگۍ او برگۍ د ادعاگانو په باب تحقیقات وکړي. خو د ولسی جرگی غړیو گواښ کړی و چې پارلمان به پرانیزي که د افغانستان د جمهوررئیس ملاتړ ورسره وي او که نه.

ملگريو ملتونو او غربي هیوادونو پر ښاغلی کرزي غږ کاوه چې څومره ژر چې کیدلی شي نوی پارلمان پرانیزي.

XS
SM
MD
LG