د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د ځمکو د غصب نوي طرزالعملونه تصویب کړل


ملګرو ملتونو د ځمکې د قبضې په هکله یو لړ طرزالعملونه خپاره کړي دي چې په کښي د بډایوو هیوادونو له خوا په مخ پر ودې سیمو کې د ډیرو ځمکو د رانیولو په هکله توضیحات ورکړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د غذايي موادو د امنیت کمېټې دغه طرزالعملونه نن د جمعې په ورځ په روم کې منظور کړل.

په یادشویو طرزالعلونو کې چې په حقوقي لحاظ یې هیوادونو د نافذیدو مکلفیت نه لري، پر حکومتونو باندي غږ شوی دی چې د ځمکو په برخه کې دي د سیمه ایزو خلګو قانوني حقوق وژغوري او داسي لارې چارې دي پیدا کړي چې په لړ کې یې د ځمکو پر سره دعواګانې حل شي.

دغه راز په نوموړو طرزالعملونو کې د حکومتونو نه غوښتل شوي دي چې د ځمکو په برخه کې دي د پټو معاملو او رشت خوریو مخنیوی وشي او هڅه دي وشي چې ځمکې په مسولانه توګه استعمال شي.

د بشري حقوقو ډلې وايي چې په افریقا او آسیا کې د بډایو هیوادونو له خوا په غټه پیمانه د ځمکو رانیولو په لړ د خلګو حقوقو تر پښو لاندي کړي دي او د خلګو خوراکي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

راونه وانۍ یوګاندا وروسته له هغه نه د اکسفام خیریه موسسې ته د اخراجولو اخطار ورکړ چې نوموړې موسسې پر حکومت باندي تور ولګوی چې ۲۰ زره خلګ د خپلو ځمکونو نه پسي اخلي چې د بریتانیې د یوې کمپنۍ دپاره لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG