د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه یوې نوې لسیزې ته داخلیږي


دا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي مرکز ودانۍ ده.
دا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي مرکز ودانۍ ده.

۷۰ کاله مخکې د دویم نړیوال جنگ په پای کې ددې لپاره چې د یوه بل غټ جنگ مخه ونیول شي، د نړۍ د یوشمېر هېوادونو استازي کېناستل او د ملگرو ملتونو بنسټ یې کېښوده.

خو په نړیواله کچه په وسله والو شخړو او جنگونو کې تراوسه هېڅ ډول کموالی رانغی چې دغه نړیوال سازمان یې له یو لړ ستونزو او امتحانونو سره مخامخ کړی دی.

اوس ملگري ملتونه په یوې نوې لسېزې کې داخلیږي او د ذمه واریو ساحه یې هم پراخه شوې چې باید په نړۍ کې د خپل موثریت د خوندي ساتلو لپاره کار وکړي.

ملگري ملتونه د دویم نړیوال جنگ د اور له ایرو او دلیگ اف نیشنز له ناکامیو نه وزېږېدل، منشور یې د ١٩۴٥ میلادي کال په اکتوبر کې د امریکا د سانفرانسیسکو په ښار کې تیار شو او مقصد یې دا و چې نړۍ ته سوله راولي او بشري حقوق خوندي کړي.

د متحده ایالاتو د هغه مهال جمهوررئیس هیري ټرومن د نړۍ د مختلفو ملکونو استازو ته په خپلې افتتاحي وینا کې دا خبره کړې وه چې ډېر خلک داسې هم وو چې د خپل منځي اختلافاتو له امله یې د ملگرو ملتونود کامیابۍ په اړه شک درلوده.

مهم اهداف

د ملگرو ملتونو بنسټ په رسمی ډول وروسته له هغې کېښودل شو چې د ۵۰ غړو ملکونو له ډلې نه ٢٩ غړو یې مسوده منظور کړه؛ اوس ١٩٣ غړي لري.

د ملگرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان مشاور او د امریکا د کولمبیا د پوهنتون د نړیوالو ابتکاري څېړنو د څانگې استاد مایکل ډویل وایي چې دغه سازمان له لومړۍ ورځې له سختو ستونزو سره مخامخ و.

دی وايي "د ساړه جنگ په زمانه کی د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ ستونزه سبب شوه چې د ملگرو ملتونو غړي په خپلو منځونو کې ستونزې ولري او فقط همدومره یې کول چې د ځانگړو شخړو په وخت ځینو جنگ ځپلو ملکونو ته د سوله ساتونکو قواو د لېږلو په اړه خپل رقابت هېرکړي، په خاصه توگه هغه ملکونه چی دواړو په کې خپلې گټې لټولې."

د ملگروملتونود سوله ساتوونکو قواو د لیږلو فکر هغه وخت پېدا شو او د لومړي ځل لپاره یې د سویزکانال ته په ١٩٥٦ میلادي کال کې څوسوه عسکرچمتو کړل.

اوس چی وسله والې شخړې زیاتې شوي دي او په مختلفو هېوادونو کې کورني جنگونه روان دي، د ملگرو ملتونو د سوله ساتوونکو عسکرو او پولیسو شمیر له ۱۰۰ زرو نه زیات شوی دی او اکثره د نړۍ خطرناکو ملکونو ته استول کیږي.

ملگري ملتونه د کورنیو جنگونو او قدرتي افتونو په وخت خلکو ته بشري مرستی هم رسوي او هم د وسله والو شخړو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

یو بل کار چې په دې وروستیو کې یې ورته پام اړولی دی د چاپېریال د خرابېدو مخنیوی او په څو جنگ ځپلو ملکونو کې د ډېر سخت غربت او لوږې د مخنیوي لپاره هڅې دي.

د ملگروملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان وایي "د نړۍ حالات مخ په بدلېدو دي او ملگري ملتونه په خپل ځای ولاړ دي ."

سرمنشیان او د امنیت شورا

د ١٩۴٥ میلادي کال نه تراوسه ملگرو ملتونو اته سرمنشیان ټاکلي دي چی ټول یې نارینه وو او ځینې خلک غوښتنه کوي کله چې په راتلونکي کال کی انتخابات کیږي باید یوه ښځه د سرمنشۍ په توگه وټاکل شي.

ځیني خلک د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا په اوسني جوړ ښت کی د بدلون راوستلو غوښتنه هم کوي ځکه چې یواځې پنځه ملکونه امریکا، فرانسه، روسیه، بریتانیا، چین او روسیه یې غړيتوب لري.

د نیویارک د سټي پوهنتون د لوړو زده کړود مرکز استاذ ټام ویس وایي یوه خبره چې ټول پرې موافقه دي داده چې د امنیت د شورا چی په ١٩۴٥ کال کې جوړه شوې وه، د ٢٠١٥ میلادي کال د شرایطو او غوښتنو سره سمون نه خوري.

د هند، برازیل، جرمني، جاپان او هند په شمول د نړۍ یو شمېر مخ په ودې قدرتونه خپله ونډه په کې غواړي.

ددغې شورا دوراني غړي ملکونه وایي چې د پرېکړو پروخت یې باید پنځه دایمي غړي د نظر احترام وساتي او وایي کله کله داسې احساس وشي چې ایا هغوی هم د شورا غړي دي که یوازې د شورا څارونکي او نندارچیان دي.

XS
SM
MD
LG