د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون په ملګرو ملتونو باندې بمي چاودنه وغندله


بانکي مون په ملګرو ملتونو باندې بمي چاودنه وغندله
بانکي مون په ملګرو ملتونو باندې بمي چاودنه وغندله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د نایجریا په پایتخت ابوجا کې د ملګرو متلونو په دفتر باندې د جمعې د ورځې د موټر بم چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر اوسه دومره مرګانۍ حمله په هغوي باندې نه وې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل په محلي وخت سهار په یوولسو بجو د نایجریا په پایتخت ابوجا کې په هغه کور باندې د موټر بم چاودنه وشوه چې 26 خیریه او پراختیایې مؤسسې پکې دفترونه لري. او سل ګوته تنه پکې کار کوي. پدې چادنې کې لږ تر لږه 18 تنه ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپي شول.

" مونږ تر اوسه دقیقه نده مالومه چې څومره کسان به وژل شوي او ټپي شوي وي خو داسې احتمال لري چې زیات کسان به ټپي شوي او وژل شوي وي. زیات کسان وژل شوي او ټپي شویدي. "

ښاغلي بان وویل چې خپل یوه مرستیاله میرمن آشا روز میګرو به نایجیریا ته واستوي چې د حالاتو جاج واخلي. هغه همدا اوس د ایتوپیا په پایتخت ادیس ابابا کې د افریقایي هیوادونو د ټولنې په غونډې کې د ګډون لپاره تللې ده. د ملګرو متلونو د امنیت مشر ګریګوري سټار به همد هغه سره پدې سفر کې مل وي.

که څه هم چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د باکو حرم په نامه یوې اسلامي ډلې به کړی وي چې د القاعده د شبکې سره اړیکې لري او په نایجریا کې یې د نور چاودنو مسؤلیت هم په غاړه اخیستی دی.

د چاودنې نه یوازې څو ساعته وروسته د دغې ډلې یو تن غړي د امریکا غږ یوه خبیریال ته ټیلفون وکړ او وې ویل چې دا چاودنه دوي کړیده او خبرداری یې ورکړی ؤ چې دا د هغوي د بریدونو یوازې پیل دی.

دغه ویاند ویلي ؤ دا حمله یې پدې خاطر وکړله چې د نایجیریا حکومت د دغه ملک په شمال ختیځ کې پروت د بورنو ایالت ته زیات عسکر استولي دي. حکومت پدې خاطر دغې سیمې ته زیات عسکر واستول ځکه چې هلته د بوکو حرم د ډلې لخوا د خلکو وژل او همدارنګه بمي چاودنې زیاتې شوې وې.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو یوه ویاند فرهان حق خبریالانو ته وویل چې په ابوجا کې د ملګرو ملتونو دفتر مخکې له مخکې د خطر کومه خبرتیا نه وه ورکړل شوې. حق وایي چې د دفتر په شاوخوا کې امنیتي تدابیر ښه کلک نیول شوي ؤ .

" دغه موټر چې چاویدونکي مواد پکې ایښودل شوي ؤ د څو امنیتي دروازو نه تیر شویدی. دا چې دا موټر څنګه د امنیتی دروزاو نه تیر شوی پدې اړه مونږ څیړنې کوو تر څو دا مالومه شي چې ستونزه په کوم ځای کې ده. "

فرهان حق همدارنګه وویل چې ملګري ملتونه په ټولې نړۍ کې پخپلو دفترونو کې امنیتي تدابیر ټینګوي. د جمعې د ورځې د چاودنې نه وروسته د ملګرو ملتونو په دفتر کې امنیتي تدابیر کلک شول، زیات پولیس او نور امنیتې قواوې د دفتر په شاوخوا کې ښکته پورته ګرځیدل.

XS
SM
MD
LG