د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د سولې د خبرو نه باید نړیوال ملاتړ وشي


دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما واېې چه داسراېلو او فلسطنېانو تر منځ د سولې دخبرو دبرېالېتوب په خاطر باېد نړېواله ټولنه خپل ملاتړ څرگند کړی تر څو دېوه کال په موده کی د سولې ېوه جامع موافقه حاصله شی.

ټاکل شوی ده چه ښاغلی اوباما به نن د پنجشنبی په ورځ دملگرو ملتونو عمومی اسمبلئ ته په خپله وېنا کی په همدی خبره زېات تاکېد وکړی. اوباما واېې اوس نور دد ېوخت رارسېدلی دی چه د څو لسېزو نفرت او خبرو نه دانکار فضا پای ته ورسول شی او د دواړو خوا سره باېد مرسته وشی چه دسولې داسې ېوه موافقه حصله کړی چه په نتېجه کی ېې د فلسطېن ېو ازاد دولت جوړ شی ،چه په سوله کې به داسراېلو سره ژوند کوی.

ټاکل شوی ده چه اوباما به دنړئ دهېوادونو نه وغواړی کله چه دېوه ازاد فلسطېنی دولت ملاتړ کوی نو باېد داسی نه وی چه داسراېلو نابودی هم روسره غواړی. اوباما به دهغوئ نه دا هم وغواړی چه داقتصادی مرستو په ارتباط خپلې وعدې دې عملی کړی. دفلسطېن جمهور رېس محمود عباس لو داسراېلو صدراعظم بنېامېن نتن ېاهو دامرېکا په منځگړېتوب ددې مېاشتی په شروع کی په واشنگټن کی دسولې مستقېمی خبری شروع کړی او بېا ېې په مصر او بېت المقدس کی خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG