د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون: د افغانستان امنیتي حالت هماغسې خراب دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د افغانستان په اړه نوی راپور خپور کړی دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د افغانستان په اړه نوی راپور خپور کړی دی
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د افغانستان په تړاو نوی راپور خپور کړی دی چې په کې د انتخاباتو، امنیت،پرمختیایي چارو او د بشري حقونو د خوندیتوب موضوعګانې یادې شوي دي .

په راپور کې چې د « افغانستان وضیعت او پر نړیوال سولې او امنیت یې اغیزې) نومیږي، کې د ملګرو ملتونو د نویو فعالیتونو یادونه هم شوې ده.

د ښاغلي بان په دغه اوږد راپور کې په افغانستان کې د انتخاباتو په تړاوو روانې هلې ځلې او انتخاباتي مبارزې ستایل شوي او پام وړ بلل شوي دي .

په راپور کې سره له دې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر یوه مرستیال محمد اسماعیل خان برید او په هرات کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د دوو کمپاینرانو وژلو ته اشاره شوې، خو ویل شوي چې له یادو شوو بریدونو پرته، د افغان انتخاباتو په وړاندې کومه بله لویه او ستراتیژېکه ننګونه او ستونزه نشته .
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په څېر خراب بللی دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په څېر خراب بللی دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له امنیتي پلوه ۲۰۱۳ کال له طالبانو او ۲۰۱۱ کال وروسته، دویم خونړی او نا امن کال بللی دی . د راپور له مخې په دغه کال کې افغانستان د ۲۰۰۹۳ امنیتي پېښو شاهد و چې، د راپور په اساس اویا فیصده ( ۷۰٪) یې په جنوب، جنوب ختیځ او ختیځ کې وې.

راپور وايي د دغو امنیتي پېښو،چې سلګونه افغان امنیتي ځواکونه او عامي وګړي په کې وژل شوي دي، پنځه اویا فیصده یې (۷۵٪) د افغان حکومت ضد وسله والو طالبانو په مخامخ بریدونو او د هغوی له لوري د سړک غاړې د ښخو شویو مایونو له کبله رامنځ ته شوي دي .

خو د ښاغلي بان په راپور کې دا هم راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا تر پخوا اوس لوړه شوې او له وسله والو طالبانو سره د مخامخ جګړې او د هغوی په شاتنبولو جوګه شوي دي .

بیا پخلاینه بله هغه موضوع ده چې د ملګرو ملتونو د مشر په راپور کې ورته ځای ورکړل شوی دی ، د راپور پر بنسټ د ۲۰۱۳ کال تر ډسمبره ۷۷۹۶ افغان حکومت ضد عناصر او وسله والو د سولې او بیا پخلاینې له بهیر سره یو ځای شوي دي .

په یو ځای شویو کسانو کې ۶۹۳ تنه د وسله والو قومندانان او مشران بلل شوي دي
د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۴ بېلابېلې پروژې پلې شوي چې د ښاغلي بان په خبره عادي ژوند ته راګرځېدونکي وسله والو ته بوختیاوې او کاري زمېنې برابرې شي .

راپور په افغانستان کې پر بشري حقونو او د هغوی پر خوندیتوب او داسې نورو یو لړ موضوعګانو هم ور ټول دی .

په پام کې ده چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانگړی استازی یان کوبیش د دوشنبې په ورځ (۱۷/۳/۲۰۱۴) دغه راپور په رسمي ډول د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندي کړي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG