د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسکو: سیلابونو په پاکستان کې زیات شمیر ماشومان د تعلیم نه محروم کړیدي


یونیسکو: سیلابونو په پاکستان کې زیات شمیر ماشومان د تعلیم نه محروم کړیدي
یونیسکو: سیلابونو په پاکستان کې زیات شمیر ماشومان د تعلیم نه محروم کړیدي

ملګری ملتونه واېې چه تباه کوونکو سېلابونو په پاکستان کی لس زره ښوونځي وران کړی دي چه په نتېجه کې ېې په سلگونو زره ماشومان دتعلېم او روزنی نه پاتی شوی دي.

د ملگرو ملتونو دېو نېسکو د ادارې مماورانو نن په اسلام اباد کی ووېل چه په سېلاب زبلو سېمو کی دوه عشارېه پنځه مېلونه شاگردان اوسېږی. ملګرو ملتونو دپاکستان لپاره په عاجل ډول د دوه مېلېارده ډالرو مرستی غوښتنه کړی ده چه ددغه افت سره مقابله وکړی.

دسه شنبی په ورځ په نېوېارک کې دملګرو ملتونو عمومی منشي بان کېمون دپاکستان دخارجه وزېر شاه محمود قرېشی سره ملاقات وکړ. دواړو په ېو لړ مساېلو په هکله ېی خبری وکړی خو خاصه توجه دسېلابونو نه وروسته خلکو سره دمرستی په اړه وشوه. ملګری ملتونه واېې چه په سلهاو زره خلک اوس هم په سند کی بی کوره ناست دي . اوه هفتی مخکې دبرساتی بارانونو نه وروسته ډېر سخت سېلابونه راووتل.

د 17 سوو نه زېات خلک ېې ووژل او د شلو مېلونو خلکو ژوند یې ګډوډ کړ. پوره پوره کلي، پلونه او سړکونه ېې وران کړل او دخلکو څاروې ېې هم ېوړل.

XS
SM
MD
LG