د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیانو د دولت د رسمي کولو هڅې ګړندۍ کړي


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د فلسطیني دولت لپاره پراخ ملاتړ شته
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د فلسطیني دولت لپاره پراخ ملاتړ شته

فلسطینیان د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته یوه لایحه وړاندې کړه چې په راتلونکو دریو کلونو کې د فلسطین د دولت جوړیدو زمینه برابره شي. یوه داسې لایحه چي مهالویش په کې ټاکل شوی وي، هغه به د امنیت د شورا لخوا رد شي، د تائید نهه رایې نه شي موندلی او یا به د اسرائیل د نژدې متحد هیواد امریکا لخوا ویټو شي. د امریکا نظر دا دی چې د فلسطینیانو شخړه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

فلسطینۍ مرکچي صایب عریقات وایي، د لایحې لومړنۍ نسخه به د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وړاندې کړي. هغه زیاتوي "اوسنۍ لانجه دوام نه شي کولی، یا باید د فلسطینیانو خپلواکه اداره فلسطینیان له اشغالي حالت څخه راوباسي او خپلواکۍ ته به یې ورسوي او یا هم اسرائیل، د یو اشغالگر قوت په توگه خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.

د فلسطین مشر مرکچي عریقات وایي رایگیري کیدای شي د سه شنبې په ورځ وشي. "ددغه پریکړه لیک په مسوده کې د ١٩٦٧ کال پر اساس د فلسطین دولت په نظر کې نیول شوی دی، چې ختیځ بیت المقدس به یې پلازمینه وي، د کډوالو د موضوع په شمول، د امنیت د شورا او د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلی د پریکړه لیکونو پر بنسټ د ټولو اساسي موضؤعاتو د حل لارې چارې په کې سنجول شوې دي.

د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو د کابینې په اونیزه غونډه کې وویل چې د فلسطینیانو دغه لایحه د اسرائیل وجود ته خطر پیښوي او دویم حماستان به جوړ شي. اشاره یې د حماس په ولکه کې، غزې ته وه.

بنیامین نتانیاهو په ملگرو ملتونو هم نیوکه وکړه "ملگري ملتونه د فلسطینیانو د یوطرفه نظریې ملاتړ کوي چې دغه پریکړه لیک د امنیت په شورا منظور کړي، اصلاً په دې معنی ده چې په موږ باندې داسې پریکړه تحمیل کړې چې پایله به یې د دویم حماستان جوړیدل وي او زموږ موجودیت به په خطر کې واچوي.

په همدې موضوع د اسرائیل د استخباراتو وزیر یووال شنانیتز اخطار ورکړ که د امنیت شورا د فلسطینیانو لایحه منظؤر کړه، اسرائیل به د فلسطینیانو د خپلواکه ادارې په له منځه وړلو باندې جدي فکر وکړي.

اسرائیل چې په ٢٠٠٥ کال کې د غزې د تړانگې نه ځواکونو ایستلي وو، اوس وایي که د لویدیځې غاړې څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، د دوی د ختیځو سرحدونو دفاع په خطر کې لویږي.

د امنیت په شورا کې د لایحې یا قرارداد د منل کیدو د تائید لپاره نهه رایې په کار دي، که ومنل شي، نو د اسرائیل نژدې متحد هیواد امریکا به ددې پریکړه لیک د مخنیوي د پاره، د خپل ویټو کولو د حق څخه کار واخلي او مخه به یې ونیسي.

XS
SM
MD
LG