د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ نفوس 7 میلیارډو ته رسیږي، ملګري ملتونه


د نړۍ نفوس 7 میلیارډو ته رسیږي، ملګري ملتونه
د نړۍ نفوس 7 میلیارډو ته رسیږي، ملګري ملتونه

ملګري ملتونه وایي چي د نړۍ د نفوسو شمیر به په دا راتلونکې دوشنبې اووه ملیارډ تنو ته ورسیږي.

په هغه رپوټ کي چي پرون د چهارشنبې په ورځ خپور شو، د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې ویلي دي چي یوه صحي او سالمه، دوامداره او نیکمرغه آینده به په دې اړه لري چي نړۍ د چاپیریال او اقتصادي جنجالونو ستونزو ته څه جواب وایي.

په دې رپوټ کي چي ( د نړۍ د ٢٠١١ کال د نفوسو د حال ) په عنوان ترتیب سوی، ویل سوي دي چي د نارینه و او ښځو د حقوقو او مساعدتونو تر منځ لویه نابرابري موجوده ده او همداراز دا نابرابري د بیلو بیلو هیوادونو او په خپله د یوه هیواد د خلکو ترمنځ هم موجوده ده.

په دې رپوټ کي ویل شوي دي چي د نړۍ د ټولو نفوسو ٦٠ فیصده په آسیا کي او ١٥ فیصده په افریقا کي ژوند کوي. مګر وایي چي د افریقا د نفوسو شمیر د آسیا د نفوسو د شمیر په پرتله دوه چنده چټک زیاتیږي.

XS
SM
MD
LG