د لاس رسي وړ اتصالات

تیر کال په نړۍ کې شاوخوا اته زره مهاجر مړه شوي


د مهاجرت نړیوال سازمان په ٢٠١٦ کې د ٧٧٦٣ مهاجرو او پناه غوښتونکو مړینه ثبت کړې ده
د مهاجرت نړیوال سازمان په ٢٠١٦ کې د ٧٧٦٣ مهاجرو او پناه غوښتونکو مړینه ثبت کړې ده

د ملگرو ملتونو شمیرې چې د جمعې په ورځ خپرې شوې ښیي چې په ٢٠١٦ کې د مهاجرو مړینه د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلو کې ٢٧ زیاته شوې ده.

د ملگرو ملتونو په وینا خطرناکې سمندري لارې په ځانگړې توگه د مدیترانې بحیرې له لارې په زړو او بیکاره بېړیو کې سفر د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د مړینې د زیاتوالي عمده دلیل دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان په ٢٠١٦ کې د ٧٧٦٣ مهاجرو او پناه غوښتونکو مړینه ثبت کړې چې د ٢٠١٥ کال په پرتله ٢٧ فیصده زیاتوالی ښيي. په ٢٠١٥ کې ددې سازمان په وینا ٦١٠٧ کسه مړه شوي وو.

د جرمني په برلین کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو د مرکز په وینا د مهاجرو د دریو څخه دوه برخې مړینې د مدیترانې په بحیره کې رامنځ ته شوي. دوی وایي ٥٠٩٨ کسان چې د شمالي افریقا، ترکیې او منځني ختیځ نه د اروپا په لور تلل په دې بحیره کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې بحیره کې د ٢٠١٥ کال په پرتله په ٢٠١٦ کې د مهاجرو تلفات ٣٥ فیصده زیات شوي وو. دغه اداره وایي د مړو د شمیرې زیاتوالی ښایي په دې اړوند د ښه رپوټ ورکولو او څارنې نتیجه هم وي.

د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا د تلونکو مهاجرو شمیره په ٢٠١٥ کال کې څه دپاسه یو میلیون کسانو ته رسیده، خو په ٢٠١٦ کې ددې لارې ٣٦٣٣۴٨ کسان اروپا ته تللي دي چې د کموالي عمده دلیل یې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ موافقه ده چې له مخې یې د سمندر له لارې اروپا ته د مهاجرو د تگ مخنیوی کیږي.

رپوټ وایي په ٢٠١٦ کې په شمالي افریقا کې ١٢٧٩ او په منځني ختیځ کې ١١٣ مهاجر مړه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان همداشان وایي چې په ٢٠١٦ کې د مکسیکو سره د امریکا د متحده ایالاتو په پوله ۴٠٠ مهاجر مړه شوي دي، دغه شمیره په ٢٠١٥ کې ٣۴٨ تنه وه.

XS
SM
MD
LG