د لاس رسي وړ اتصالات

مدیترانې کې د کډوالو بېړۍ ډوبې شوي او سلگونه بې درکه دي


ملگري ملتونه وایي د روان میلادي کال د پیل راهیسې لږ تر لږه ١٣٥٠ مهاجر د مدیترانې په بحیره کې ډوب شوي
ملگري ملتونه وایي د روان میلادي کال د پیل راهیسې لږ تر لږه ١٣٥٠ مهاجر د مدیترانې په بحیره کې ډوب شوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي په دې وروستیو ورځو کې نژدې ٢٥٠ کسان د مدیترانې په بحیره کې د دوو کشتیو د ډوبیدو له کبله بې درکه شوي دي.

د روغتیایي خدمتونو نړیوالې ډلې رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د لیبیا له سواحلو نه د یوې روانې شوې بېړۍ نه ١٦٣ کسان بې درکه دي او دا ویره شته چې مړه شوي به وي. دغه موسسه وایي چې یوه ښځه او شپږ نارینه د لیبیا د ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل شوي دي.

دا موسسه همداشان وایي یوه بله کشتۍ چې ١٣٢ کسان په کې سپاره وو د ایټالیا سیسلي سواحلو ته نژدې غرقه شوې او ٨٢ سپرلۍ یې بې درکه دي چې کیدای شي مړه شوي وي. ددې مهاجرو له جملې نه ٥٠ کسان ژغورل شوي چې د سیسلي پوزالو ټاپو ته انتقال شوي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په روان میلادي کال کې په مجموعي توگه څه دپاسه ١٣٠٠ کسان چې د شمالي افریقا نه د مدیترانې بحیرې له لارې ایټالیا ته تلل بې درکه او باور دی چې مړه شوي به وي.

د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته تلونکي مهاجر اکثر له زړو او کوچنیو بېړیو نه استفاده کوي
د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته تلونکي مهاجر اکثر له زړو او کوچنیو بېړیو نه استفاده کوي

له بلې خوا هسپانوي چارواکي وایي شاوخوا ٣٠٠ مهاجرو هڅه وکړه چې د مراکش او مالتا جزیرې ترمنځ د شپږ میتره لوړ سرحدي دیوال نه واوړي.

د مالتا د کورنیو چارو د وزیر دفتر ویلي چې ددغو مهاجرو اکثریت د هسپانوي او مراکشي پولیسو له خوا پر شا تمبول شوي، خو ١٠٠ کسان یې په دې توانیدلي چې مالتا ته ننوزي. په دې پیښه کې درې مهاجر او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس په وینا هر کال د افریقایي هیوادونو په زرگونو مهاجر هڅه کوي هسپانیه ته لاړ شي. هغه مهاجر چې د پولې نه په تیریدو بریالي شي د مهاجرو په موقتي مرکزونو کې ساتل کیږي او بیا وروسته یا بیرته استول کیږي او یا هم ورته په هسپانیه کې د اوسیدو اجازه ورکول کیږي.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې د ملگرو ملتونو په وینا لږ تر لږه ١٣٥٠ مهاجر د مدیترانې په بحیره کې ډوب شوي دي.

XS
SM
MD
LG