د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د حلب د جگړې په اړه بیړنۍ غونډه کوي


روسیه: څه د پاسه ٨٥٠٠ ملکي وگړي چې شاوخوا ۴ زره یې ماشومان دي، د وسلوالو ډلو تر ولکو لاندې سیمو څخه تښتیدلي دي."
روسیه: څه د پاسه ٨٥٠٠ ملکي وگړي چې شاوخوا ۴ زره یې ماشومان دي، د وسلوالو ډلو تر ولکو لاندې سیمو څخه تښتیدلي دي."

د امنیت شورا دې غوڼډې وړاندیز بریتانیې او فرانسې کړې و، خو په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا نیوکه کړې او دا غونډه یې د پروپاگند یو کمپاین بللی دی.

د نن غونډه پداسې حال کې رابلل شوې چې د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستیفن دیمستورا پرون د اروپایي اتحآدیې پارلمان ته په خبرو کې د حلب ښار روان وضعیت یو پوځي یرغل وبللو او ویلي وو "نه پوهیږي چې د حلب ختیځه برخه تر کوم وخته پورې به وشي کړای چې مقاومت وکړي."

له بلې خوا، د مهاجرینو لپاره د ناروې مؤسسې مشر جان ایگلنډ، له سکاینیوز سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د حلب ښار وضعیت تردې نور نشی خرابیدلی.

د مهاجرینو لپاره د ناروې مؤسسې مشر جان اېگلنډ وایي "خلک په جگړې کې ایسار دي. شاوخوا دوه سوه پنځوس زره خلک د دواړو لورو په جنگ کې گیر دي. وضعیت له دې څخه نور نشي خرابیدی. دا هغه څه دي چې د بشر په توگه زموږ د وجدان لپاره به د بدنامۍ په یو داغ بدل شي."

په حلب کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د وروستي پوځي عملیات په جریان کې نږدې ١٦ زره کسه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي او ملگري ملتونه وایي، کیدایشي په زرگونه نور خلک هم له ورته حالت سره مخامخ شي.

خو د روسیې دولتي تلویزیون نن د هغو بشري مرستو انځورونه خپاره کړل چې د سوریې د حکومت لخوا د بیرته نیول شوو سیمو کې ویشل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د سوري ځواکونه په حلب کې د پرمختگ په حال کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخروفا وایي "د حلب ښار په ختیځه برخه کې د څورلس سیمې د غیر قانوني وسلوالو ډلو څخه پاکې شوي دي.څه د پاسه ٨٥٠٠ ملکي وگړي چې شاوخوا ۴ زره یې ماشومان دي، د وسلوالو ډلو تر ولکو لاندې سیمو څخه تښتیدلي دي."

د حلب ښار بیرته نیول به د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد لپاره د دې هیواد په روانې څو کلنۍ خپل منځي جگړه کې چې میلیونونه کسان له امله یې بی ځایه شوي دي، یوه ستره بریا وي.

د دوشنبې په ورځ، د حکومت طرفدارو ځواکونو د حلب د ښار ځینې برخې ونیولې.

پرون د سې شنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزارت وویل چې د حلب د ختیځ نیمایي برخه يې، چې تر درو لکو پورې خلګ پکښې ژوند کوي، د وسله والو مخالفینو نه نیولې ده.

سوري ځواکونو چې د روسیې هوایي ملاتړ له ځانه سره لري، د روانې میاشتې په پیل کې، د حلب ښار په ختیځه برخه کې ځمکني عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG