د لاس رسي وړ اتصالات

د کریمیا په اړه د امنیت شورا ته لایحه وړاندې شوې


UN Ukraine
UN Ukraine
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د شنبې په ورځ د امریکا په ابتکار پر هغې لایحې باندي رای ګیري وکړي چې په ترڅ کې به یې د کریمیې د یکشنبې د ورځې د ریفوریندم نتایج په رسمیت ونه پېږندل سي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر پرون په لندن کي د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سره د لیدو پرمهال وویل چې واشنګټن نه غواړي د روسیې پر ضد د اقدماتو پر لوري مزل وکړي. پر ځای یې د ولسمشر اوباما حکومت دې ته ترجیح ورکوي چې داسي یوه حل لاره پیدا شي چې روسیه د نورو په ګډون د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.

امریکا او د اروپايي اتحاد مشران وايي چې د یکشنبې د ورځې ریفورندم د اوکراین د اساسي قانون خلاف اقدام دی. خو روسیه بیا په دې باور ده چې ریفوریندم د کریمیا د خلګو حق دی او د نړیوال قوانینو څخه سړغونه نه ده.


د کریمیا د یکشنبې د ورځې د ریفورینډم نه مخکي ځیني خلګ په کریمیا کي د روسیې د اشغال پر ضد اجتجاج کوي. عثمانوه زریمه یوه لاریون کونکې ده. هغه داسي وايي ،،پوتینه خپل کور ته دي ولاړ سه. مونږ په خپل هېواد کې سوله غواړو. اوکراین اوکراین دی او کریمیا روسیه نه ده. د خپلو سرتیرو سره دي کور ته ولاړ شه. مونږ ریفوریندم نه غواړو.،،

یتسینوک: د اروپا سره زمونږ د یوځای کېدو برخلیک زمونږ په لاس کي دی

د اوکراین موقت لومړي وزیر ارسیني یتسینوک هم وویل چې اوکراین د اروپا مربوط دی د روسیې مربوط نه دی. هغه داسي وویل ،،اوکراین د اروپا مربوط دی. همدغه شعار په میلیونو کسان لارو کوڅو ته راویستل چې د اروپا سره د یوځای کېدو دپاره مبارزه وکړي. په سلګونو کسان په دې لړ کي مړ شول. د اروپايي اتحاد د عمومي شورا مشر ون رامپوی ماته وویل چې دغه اتحاد به د مارچ په ۲۱ مې نېټې بانډي د اوکراین او اروپايي اتحاد د یوځای کېدو په هکله یو غونډه راوبلي چې وروسته به د یوځای کېدو تفاهمنامې لاس لیک شي. د اروپایي اتحاد سره زمونږ د یوځای کېدو برخلیک بیا زمونږ په لاس کي دی.،،

بلي خوا ته په کریمیا کي بیا د ماسکو طرفداره کریمیايي چارواکو نړیوال ناظرین دعوت کړي دي چي د سبا ورځې ریفوریندم وڅاري.

د مالدوا څخه د یوې ورځپاڼې مدیر مسول داسي وايي ،،د ریفوریندم نتایج چي د دوشنبې په ورځ به معلوم سي دا به په ډاګه کړي چې د کریمیا اوسیدونکي په اصل کي څه شي غواړي. ددوي غوښتنه به د کیف چارواکو ته پیغام ولېږي چې څه باید وکړي. پرته له شکه ټول په دې پوهېږي چې د کریمیا اکثریت خلګ غواړي چې د روسیې سره یوځای شي.،،

په داسي حال کي چې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د اوکراین پوځ د تیارسي په حالت کي دی او کریمیا ته نږدې د روسیې په زرګونو عسکر جنګي تمرینات ترسره کوي.

د امریکا دباندنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف سر د شپږو ساعتونو دپاره په لندن کي وکتل او هڅه یې دا وه چي په کریمیا کي د اندېښنو مخنیوی وشي خو کومې نتیجې ته ونرسیدی.


ښاغلي کیري وویل چې دا واضیح ده چې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین به د یکشنبې د ورځې د ریفوریندم مخکي هیڅ ډول اقدام ونکړي.

پوتین: ریفوریندم د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کي کېږي

په عین حال کي ولسمشر اوباما پرون د جمعې په ورځ د آیرلند د لومړي وزیر ایدنا کیني سره په سپینه مانۍ کې د لیدو کاتو پرمهال وویل چې په اوکراین کي شخړه د ډپیلوماسۍ له لارې حل کېدلای شي.

ښاغلي اوباما داسي وویل ،،مونږ دې هیلې ته اوس هم سترګي په لار یوو چې د اوکراین مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل سي خو امریکا او اروپا خپل د هغه پیغام ترشا متحده ولاړ دي چې وايي د اوکراین د ارزي تمامیت او خپلواکۍ درناوی دي وشي. البته که چیري د اوکراین ارزي تمامیت څخه سرغړونه ادامه پیدا کړي نو دا کار به عواقب ولري.،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت امریکايي اتباع ته روسیې ته د سفر په وخت کي د احتیاط نه د کاراخیستو خبر ورکړی دی په داسي حال کي چي په اوکراین کي وضیعت نارامه دی.

روسي چارواکي وايي چې په اوکراین کي د روسیې د طرفداره حکومت د راپرځېدو وروسته د کریمیا خلګ د دې حق لري چي د رایوو د طریق خپله اراده تمثیل کړي.

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین پرون د جمعې په ورځ د لویدیځوالو هغه ادعاګانې رد کړې چې وايي د کریمیا ریفوریندم به غیر قانوني وي. د کریملین ماڼۍ وايي چي ولسمشر پوتین د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون سره په ټلفوني خبرو کي دا واضیح کړې ده چي د کریمیا ریفوریندم د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کي ترسره کېږي.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG