د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د افغانستان د امنیتي وضعې په هکله غونډه وکړه


د ملگروملتونو د امنیت شورا پرون د سه شنبې په ورځ په نیوېارک کې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د ځانگړي استازي په تازه رپوټ باندې د بحث په خاطر فوق العاده غونډه وکړه.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل اود ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون هم پرونۍ غونډې ته وینا وکړه.

په پرونۍ غونډه کې د امنیت د شورا پنځو دائمي غړو او لسو نوبتي غړو په خپلو ویناگانو کې په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضع په اړه د ملگروملتونو د ځانگړي استازي نیکولاس هیسوم وروستې رپوټ واوریده.

په دې رپوټ کې په نړیوالې سولې او ثبات باندې د افغانستان د موجوده خرابې امنیتي وضعې د منفي آغیزې، د طالبانو اوحکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د امکاناتو په اړه په تفصیل ذکر شوې دی.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولاس هیسوم چې دا رپوټ یي برابرکړې دی، په خپله وینا کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د ترمنځ د روغې جوړې په لاره کې پرتوخنډونو ته اشاره وکړه او د یوه دومداره سوله ایز حل پرضرورت یي تاکید وکړ.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل چې د امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کی یی د خپل حکومت په استازیتوب وینا وکړه ، د امنیت د شورا غړي د طالبانو وژونکو بریدونواو د پاکستان پوځي لاس وهنو ته متوجه کړل.

هغه څو ورځې مخکې په تورخم کی د پاکستان له خوا په یو طرفه ډول د دروازې د لگولو د کوښښ نه وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو ته اشاره وکړه او ویي ویل

«په دې وروستیو وختونو کې د ټولو دوه اړخیزو میکانیزمونو او موافقو چې دواړو خواو ورباندې توافق کړې و، برخلاف زمونږ همسایه هیواد (پاکستان) هڅه وکړه چې په یو اړخیز ډول په تورخم کې دروازه ولگوي او په دې ترتیب یي په غیرضروري ډول د دواړو خواو ترمنځ وسله والو نښتو ته لمسونه وکړه چې دواړو خوا ته په کی تلفات واوښتل.»

ښاغلي صیقل وویل چې موجوده وضع بحراني ده او دنړیوال امنیت لپاره یو گواښ دی او پر دوه اخیز تجارت یی ناوړه او تباه کوونکې اغیزه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د عمومی منشي په رپوټ کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو فعالیتونو، بشري مرستو او انساني حقوقو ته اشاره شوې ده اوهم د هغو سیاسی بدلونونو او نړیوالو کانفرانسونو ذکر په کې شوې چې د افغانستان په اړه شوې دي.

په رپوټ کې د امنیت په ساحه د افغانستان د حکومت مشکلاتو ته اشاره شوې ده. په رپوټ کې په ځانگړي ډول د افغانستان د حکومت او د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې ذکر شوې دی او هم په ځینو ولایتونو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ خونړیو پېښو ته اشاره شوې ده.

په پرونۍ غونډه کې د متحده ایالاتو، روسېې، چین، جاپان، فرانسې او بریتانیی سفیرانو د افغانستان په باب د خپلو هیوادونو پرپالیسو باندې رڼا واچوله.

XS
SM
MD
LG