د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه:افغان ښځو یواځې په ښارونو کې پرمختگ کړی


 د ښځو د تاوتریخوالو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورتره راشده منجو

د ښځو د تاوتریخوالو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورتره راشده منجو

د ښځو د تاوتریخوالو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورتره راشده منجو وايي په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه یوازې په ښارونو کې وو د ټول هیواد په کچه یې د ښځو په ژوند کې ډیر تغییر ندی راوستی.

راشده منجو چې نن په کابل کې خبریالانو ته د اته ورځني سفر په پای کې خبرې کولې وویل یوه نېوکه چې دې د ښځو د لاسته راوړنو او له ښځو سره د تاوتریخوالو د لاملونو د څېړنې په مهال وموندله هغه دا وه چې د ښځو پرمختګونو د لرو پرتو سیمو د ښځو په ژوند کې چندان تغییر ندی راوستی او یوازې د ښار ښځو له شویو پرمختګونو ګټه اخېستې ده.

میرمن منجو وایي ‪"‬یو ګواښ شته چې باید ورته اواری ولټول شي، دا ګواښ دا دی چې د ښځو په تړاوو شوي پرمختګونو نه یوازې د ښار ښځې ګټه اخلي، ایا دغو پرمختګونو په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د ښځو په ژوند کې تغییر راوستی دی.‪"‬

مېرمن منجو چې د خپلې ارزونې په وروستۍ ورځ خبریالانو سره غږېدله وویل د خپلې څېړنې په مهال ورته معلومه شوې، چې عدالت ته د قرباني ښځو لاس رسی ستونزمن دی او هلته په ډېرو مواردو کې د تاوتریخوالو له قرباني ښځو سره داسې چلند کیږي، چې ګواکې ملامتې هم دوی وي.

مېرمن منجو وویل له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې د قانون تطبیق په دولتي ادارو کې په ناسمه تعبیریږي او ځينو ښځو ورته ویلي، چې د جندر په اساس د تاوتریخوالو راپور ورکول هم ستونزمن دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو دغې ځانګړې راپورترې وویل، تمه لري، چې نوی پارلمان په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالو د منعې قانون تصویب کړي.

هغې وویل داسې ویرې شته چې دا قانون بې ارزښته شي او یوازې د افغانستان د جزا په قانون کې د ښځو د تاوتریخوالي مسئله مدغمه شي، خو ښاغلې منجو وویل باید په دواړو قوانینو کې دې د ښځو د تاوتریخوالي مسئله موجوده وي.

میرمن منجو وویل له ناامنۍ سره سره بیا هم د ښځو لپاره ښه بنسټونه ایجاد شوي او افغان حکومت ته د ښځو مسئله په لومړیتوبونو کې ده خو دا چارې کافي ندي.

هغې وویل په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالو د کچې د معلومولو په مخ کې لوی خنډ د معلوماتو او یا د ارقام د ثبت نه شتون دی او هیڅ داسې مرجع نشته چې د تاوتریخوالي ارقام ثبت کړي.

مېرمن منجو وویل ‪"‬یوه ښځه کله هم چې له تاوتریخوالي سره مخ کیږي، په څو مرجعو کې خپل شکایت ثبتوي، مثلا یوې انجو سره، د ښځو وزارت سره بیا د بشري حقونو له کمیسیون سره، نو دا سخته ده چې د تاوتریخوالو کره شمېره ترلاسه شي.‪"‬

راشده منجو د ملګرو ملتونو درېیمه راپورتره ده، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي څېړي، تر دې وړاندې دوه نورې راپورترې هم افغانستان ته تللې وې.

نوموړې به خپل راپور او ارزونه د ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG