د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه له مسکو سره د سوریې پر سولې غږیږي


په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، ستیفن دمستورا.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، ستیفن دمستورا.

ټاکل شوې چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مسکو ته ولاړ شي، د هغه سفر د روسیې له ملاتړه د برخمن سوریايي حکومت او د حکومت د مخالفانو ترمنځ د سولې تر پلان شویو مذاکراتو مخکې کیږي.

د سټیفن ديمستورا دفتر وايي، چې هغه به د سه شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر، سرګي لاوروف، سره د مذاکراتو د دویم پړاو په اړه وغږیږي.

د امریکا او روسیې په مرسته د سوریې د حکومت او د هغه د مخالفانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۷ نېټه اوربند وشو.

خو د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي، چې تړون لا کومه مهمه لاس ته راوړنه نلري، ځکه چې په تړون کې د داعش او القاعدې شبکې پورې اړونده، د النصره ډله، شاملې نه دي.

په همدې حال کې د القاعدې ډلې جنګیالیو په سوریې کې یوه حکومتي الوتکه وېشتلې، غورځولې ده او د الوتکې یو پیلوټ يې ژوندی نیولی دی.

د سوريې د څار ډله او د یاغیانو سرچینې وايي " داسې ښکاري چې د النصره ډلې دغه الوتکه وېشتلې او پیلوټ يې ژوندی نیولی دی. " د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د الوتکې پیلوټ د سوریې د هوايي ځواکونو غړی دی.

د جمعې په ورځ د النصره ډلې حکومت ته وفاداره جنګیالي د الیپو ښار د الیس له ستراتیژېکې سیمې څخه وشړل.

په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، یوه الوتکه ښودل کيږي چې لاندې غورځي او بیا یې هلته ولاړ لسګونه کسان د هغه کس په شاوخوا کې راټولیږي چې الوتکې ته نژدې په ځمکه کې غورځېدلې وي، خو اسوشیټټ پرس وايي چې د دغې ویډیو تصدیق کول ستونزمن دي.

XS
SM
MD
LG