د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: په سوریه کې ټولو د بشري حقونو نه سرغړونې کړي


د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو کمیسیون د سوریې په حالاتو بېړنۍ غونډه کړې ده
د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو کمیسیون د سوریې په حالاتو بېړنۍ غونډه کړې ده

د ملگرو ملتونو یو تحقیقاتي پلاوي د سوریې د جگړې ټول اړخوته د بشري حقونو نه په سرغړونو ملامت کړي.

په داسې حال کې چې سوریه د جنگ اوم کال ته داخلیږې، د ملگروملتونو تحقیقاتي هیات په جنگ کېټولې شاملې خواوې په جنگې جنایتونو ملامت کړي دي.

د سوریې په هکله کې د تحقیقاتو بین المللې مستقل کیمسېون وایي، د سوریې په جگړه کې شاملې دلې په ارادي توگه په ملکیانو او په ملکې ودانیو باندې حملي کوي. دغه کیمسېون د ملگرومتلونو د بشرې حقوقو شورا ته په خپل وروستي رپوټ کې لیکلي چې دغه ډول سرغړونې په تیرو اوو میاشتو کې په ټوله سوریه کې شویدي.

د بشري حقوقو فعالین وايي، سوري قواو او د دوې روسي انډیوالانو د حلب خیتځ محاصره کړې او بمونه يې ښخ کړي دي چې دا ددغه هیواد په ملکیانو باندې ډیرې بدغونې او دوامداره حملې دې.

د سوریې د تحقیقاتو د بین المللی کمیسیون رئیس پالوپینهیرو وايي، په ختیځ حلب کې په سلگونو ملیکانو چې په لسگونو یې لا هم بې درکه دي، په بمباریو کې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی او سیمې ته روغتیایي خدمتونه نه رسیږي.

ښاغلی پینهیرو زیاتوي چې ختیځ حلب په کنډواله بدل شویدی او ژوندي پاتي کسان مجبور کړای شویدي چې خپل کور او کلی پریږدي او د نامعلومې راتلونکې سره مخامخ دي. ده څرگنده کړه چې د حلب تراژیډي په داسې حال کې په ټول هیواد کې تکراريږی چې په جنگ کې ټولې شاملې خواوی د ملکیانو په خلاف جنایتونو ته دوام ورکوي.

په رپوټ کې راغلي چې سوري قواوی په روغتونو، ښونځیو او د اوبو په ذخیرو باندې حملي کوي. یاغي قواوی د خلکو په اوسیدن ځایونو بې له تبعیض نه د هاوانو ډزې کوي چې ډیر ملکیان په کې وژل کیږي اومعیوبیږي.

د ملگرو ملتونو د تحقیقاتي ډلې رپوټ په ترورستي ډلو تورلگوي چې له تاوتریخوالي نه ډک اعمال ترسره کوي، خلک بې له محاکمې اعداموي او د ملکیانو نه د انساني سپر په حیث کار اخیستل اخلي.

پینهیرو وايي، دغه جنگ ښایي نور هم دوام وکړي ځکه په جنگ کې شاملي خواوي پدی عقیده دي چې دوی د پوځي لارې نه جنگ گټلی شي. د هغه په وینا دا جنگ تر ډیره حده پیچلی جنگ دی چې خارجي مداخله کونکي خپلو پلویانو ته مالي، مادي او نوري مرستي رسوي.

پینهیرو وايي، ددغه جنگ د پای ته رسولو یوازینې لاره چې په سلگونو زرو تنو پکې ژوند له لاسه ورکړیدی، سیاسي روغه جوړه ده. هغه له غړو هیوادونو نه غواړي چې په جنگ کې شاملو خواو باندې له خپل نفوذ نه کار واخلې او هغوی د جنگ پر ځای د خبرو میز راولي.

XS
SM
MD
LG